د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست مسولین وايي چې د روان زیږدیز کال له پیله تراوسه په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو اوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د کندهار د عامې روغتیا د ریاست چارواکو په وینا، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې یو ماشوم د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.
دغه چارواکي همدارنګه وايي په یو شمېر ولسوالیو کي د وسلهوالو مخالفینو له لوري د کور په کور د واکسین مخنیوی، نا امني، او کډوالي د یاد ویریوس ستر لاملونه دي.
د کندهار د عامي روغتیا رییس ډاکتر عبدالقیوم پخلا په دې اړه څرګنده کړه:«ناامنۍ او ننګونې د دې لامل شوي چې دغه ماشومان واکسین نه شي.»
بل خوا روغتیاپالان وايي د نړۍ په کچه د کندهار ولایت د یاد وېروس د ډېرېدو له امله ګواښوونکی دی، او د ماشومانو د ګوزڼ په وېروس یو اخته ماشوم کابو ۲۰۰ ماشومان پر دغه وېروس د اخته کولو له ګواښ سره مخامخ کوي.
د کندهار د کتلوي معافیت امر ډاکټر عبدالشکور نصرت په دې اړه وویل:«دا د پولیو اومه مثبته پېښه ده چې په کندهار کې ثبتېږي، په دې حساب، کندهار له ۲۰۱۲ څخه تراوسه د نړۍ یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د پولیو پر ناروغۍ د اخته ماشومانو لوړه کچه لري.»
بل خوا د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کي د پولیو د وېروس د ډېرېدو په اړه اندېښنه لري، او وايي ډېری کسان خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو څخه ډه ډه کوي.
افغانستان، پاکستان او نایجریا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې په هغوی کې تراوسه هم د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي لهمنځه نه ده تللې.