Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روان کال له پيل څخه په هېواد کې د اوزګارۍ ۱۵سلنه زیاتوالی

د احصائیې د مرکزي ادارې مسؤلین وايي چې د تېر کال په ترڅ کې، په هېواد کې د اوزګارۍ کچه او د پوره کار نشتوالی ۲۵ سلنه ته رسېږي، په داسې حال کې چې شمېرې ښيي چې اوس‎مهال دغه شمېر ۴۰سلنه ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې، د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسؤلین وايي چې د اقتصادي ستونزو او د کار د نشتوالي له امله، ګڼ شمېر مسلکي کارکوونکو د هېواد په صنعتي پارکونو کې خپل کار له لاسه ورکړی دی.

په یو شمېر دولتي او خصوصي بنسټونو کې د ستونزو زیاتوالی او همداراز په هېواد کې د صنایعو ځوړ، د دې لامل شوی دی چې له څو میاشتو راهیسې، په هېواد کې اوزګاري او کم‎کاري په پام وړ توګه زیاتوالی ومومي.

د احصائیې د مرکزي ادارې مسؤلین په هېواد کې د اوسنۍ اوزګارۍ کچه کابو ۴۰سلنه بولي.

د احصائیې د مرکزي ادارې مرستیال، حسیب‎الله موحد ویلي دي: " کومو کسانو چې کار کاوه خپل شغل یې له لاسه ورکړی دی او نوی شغل هم نه‎دی رامنځته شوی، د اوزګارۍ کچې په پام وړ توګه زیاتوالی موندلی دی او ۱۵سلنه زیاتوالی ښيي".

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسؤلین د هېواد د صنایعو په وړاندې د ستونزو زیاتوالي او له دغې برخې څخه د اړتیا وړ ملاتړ ته په کتو سره وايي چې د یو شمېر فابریکو د فعالیتونو د کموالي او د صنایعو د خاوندانو د مالي ناغېړیو له امله، د دغو فابریکو ګڼ شمېر کارکوونکي اوزګار شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو رییس، عتیق‎الله نصرت ویلي دي: " د پراختیايي پروژو نشتوالی د اوزګاریو د زیاتوالی یوازینی لامل دی".

دا په داسې حال کې ده چې د کار او ټولنیزو چارو مسؤلین په هېواد کې د اوزګارۍ له زیاتوالي څخه په اندېښنې سره وايي چې په هېواد کې د اوزګارۍ په برخه کې د لومړنیو شمېرو پر بنسټ، اوس‎مهال په هېواد کې څه د پاسه یو میلیون او ۸۰۰ زره د شرایط وړ کسان اوزګار دي.

د احصائیې د مرکزي ادارې مسؤلین وايي چې د تېر کال په ترڅ کې، په هېواد کې د اوزګارۍ کچه او د پوره کا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه