Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روژې په مبارکې میاشت کې د جګړې د درېدو لپاره د ولسمشر غوښتنه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د روژې د مبارکې میاشت د پیل په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې ، د دولت له مخالفو وسله‎والو څخه غواړي چې په دغې مبارکې میاشت کې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي.

ښاغلي غني په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي:«زه د افغانستان د اسلامي جمهوري په استازیتوب، له ټولو وسله‎والو مخالفینو غواړم چې د دغې سپېڅلې میاشتې عزت دې په پام کې ونیسي او د افغانستان د خلکو د سولې غوښتونکي غږ ته لبیک ووايي؛یا لږ تر لږه د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي له جګړې او وژنې لاس واخلي.»

له دې پیغامه څو ساعته لا نه وو تېر شوي چې طالبانو دې پیغام ته په خوست ولایت کې د یوه ځانمرګي برید ترسره کولو سره ځواب ورکړ.

اخوا  د دین یو شمېر عالمان چې د روژې میاشت د سولې لپاره یو فرصت بولي ټینګار کوي که‎چېرې مخالفین پر خلکو برید وکړي باید ورسره مقابله وشي.

د دین یوه عالم محمد اسحاق په دې اړه وویل:«الله ج‎ په قران عظیم الشان کې بیان کړي کله چې دښمن په دغې مبارکه میاشت کې چې جګړه حرامه ده پر تاسو برید کوي، تاسې د ځان د دفاع لپاره مقابله وکړئ؛ هېڅ ستونزه نه شته.»

خو، د هېواد وګړي هم له ناامنیو په تنګ شوي او په جګړه کې له ښکېلو لوریو غواړي چې له جګړې لاس واخلي.

په کابل کې یوه زده‎کړیال زین‎العابدین څرګنده کړه:«له ټولو هغو کسانو څخه چې په جګړه کې ښکېل دي زموږ غوښته دا ده، چې د روژې په مبارکې میاشت کې دوی له جګړې لاس واخلي.»

د کابل اوسېدونکي خالد هم په دې اړه وویل:«هغه کسان چې د روژې په مبارکې میاشت کې غواړي ورور وژنه رامنځته کړي،زما پیغام دا دی چې له دغو کارونو لاس واخلي.»

یوه بله ستونزه چې د روژې په مبارکه میاشت کې مطرح کېږي د یو بل نه زغم دی.

د پلازمېنې اوسېدونکي میرویس څرګنده کړه:«هغه کسان چې کم حوصله ګي کوي په دې مانا نه ده چې هغه روژه لري، روژه لرونکی هغه چا ته ویل کېږي چې د نېکو اخلاقو څېښتن وي او ټول بدن یې روژه ولري.»

له دې سره سره یوازینۍ غوښتنه چې هېوادوال یې مطرح کوي او پرې ټینګار کوي له جګړې لاس اخیستل او سولې ته غاړه اېښودل دي.

د روژې په مبارکې میاشت کې د تاوتریخوالي د درېدو لپاره د ولسمشر له غوښتنې وروسته، وسله‎والو مخالفینو په خوست ولایت کې د ځانمرګي برید په ترسره کولو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۸ تنو ژوند واخیست.

شریک یي کړئ