Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زابل جګړې د یوې بوډۍ مور کور ته درې غبرګې جنازې ور دننه کړې

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په یوه برخه کې یوه کړېدلې سپين سرې مور له دردونو او کړاونو ډکه کیسه لري.

د هغې د یوه زوی او دوه لسمیانو چې د پولیسو په لیکو کې یې دنده ترسره کوله، د زابل له جګړې کور ته یې یو ځای درې غبرګې جنازې وروړې دي، نوموړې وايي له هغې وروسته د اتلسو لمسیانو او درېیو نګیندو ټول مسوولیت پرغاړه لري.

دا بوډۍ مور اړه ده چې خپلې کورنۍ ته د یو نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره دروېزې ته مخه کړي.

۸۰ کلنه جنت بي بي چې د ننګرهار اصلي اوسېدونکې ده په دې وروستیو کې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ خلکو ورته سرپنا جوړه کړې ده.

د هغې مشر مسی لس کلن دی او جنت بي بي وايي چې نه غواړي دا ماشوم هم له خآن سره ګدایۍ ته بوځي، بلکې هیله لري چې لمسی یې ښوونځي ته ولاړ شي او زده کړې وکړي.

د ننګرهار اوسېدونکې جنت بِي بي وايي:«کله مې چې د هغوی مړي ولیدل ضعف مې وکړ، حالت مې ډېر خراب و، خدای دې په خپله صبر راکړي.»  

یوه میاشت مخکې خلکو هغې ته له دره نور څخه چې اصلي استوګنځای یې دی په بهسودو کې پناه ورکړه، خو جنت بي بي وايي اوس یې د ۲۲ کسیزې کورنۍ لپاره د خوړو برابرول ورته ډېر ګران شوي دي.

د جنت بي بي یو لمس چې مخ ته یې ناست دی د پلار له مړينې وروسته نړۍ ته راغلی، ښايي هغه یوازینی کس وي چې په دې کورنۍ کې خندا کوي او د ژوند له کړاوونو بې خبره دی.

د جنت بي بي تر ټولو کشر لمسی چې د پلار له مرګ وروسته نړۍ ته راغلی دی.

لس کلن نجم الدین د دغې مېرمنې تر ټولو مشر لمسی دی.

نجم الدین وايي:«ښوونځي ته ځم کله چې فکر کوم چې د شپې په کور کې ډوډۍ نشته، وضعیت مې خرابېږي.»

لس کلن نجم الدین د جنت بي بي تر ټولو مشر لمسی دی.

هره ورځ کوڅه په کوڅه او کور په کور دروېزه کوي او د یوې نمړۍ ډوډۍ او یا پیسو لپاره د خلکو دروازې ټکوي.

کله یې غږ اورېدل کېږي او کله نه خو بیا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي ترڅو کور ته د خوړلو لپاره یو څه ورسره راوړي.

په دې ورځ یې په دسترخوان یوازې وچه ډوډۍ ده.

جنت بي بي له هغو سلګونه میندو څخه یوه ده چې جګړې یې ژوند له دا ډول ناخوالو سره مخامخ کړی دی.

ښایي د دې وچې ډوډۍ خوند په ډېرو دسترخوانونو کې نه وي، د دغې کورنۍ د غړو پوښتنه هم همدا وي چې ایا د ماښام د خوړو لپاره به څه ولرو که نه؟

ننګرهار کې یوه بوډۍ مور اړه ده چې خپلې ۲۲ کسیزې کورنۍ ته د یو نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره دروېزې ته مخه کړي.

شریک یي کړئ