Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زده‎کوونکو شمېر ۱۱ میلیونه نه بلکې ۶ میلیونه وه

په هېواد کې د ۱۱ میلیونو زده‎کوونکو تګ ښونځیو ته تل نظام له ترتولو لویو لاس ته رواړونو شمېرل کیده، خو د پوهنې اوسنې وزیر د نوې څېړنې له مخې په هېواد کې ښوونځیو ته د تلونکو زده‎کوونکو شمېر یوازې ۶ میلیونه ښیې.

د پوهنې د اوسنې وزیر دغو څرګندولو یو ځل بیا د خیالي زدکوونکو او ښونځیو د شتون په اړه بیا نظرونه را پورته  کړي دي.

د پوهنې وزیر، اسدالله حنیف بلخي وايي:«د ۹ میلیونو زده‎کوونکو له ډلې ۲۴ سلنه یې دایمي غیرحاضر دي چې له دې سره ۶ اعشاریه څو میلیونه زده‎کوونکي پاتې کېږي. دا شمېرې کره دي. هغه وخت هم د پوهنې وزارت په ډیټابیس کې ۱۱ میلیونه نه وه، یوازې یې دا شمېر رسینو ته ورکاوه.»

د هغو شمېرو له مخې چې د پوهنې وزارت تېر مشرتابه خلکو او رسنیو ته ورکول د زده کونکو شمېر یوولس نیم میلیونه تنه بلل شوی وه، خو د دغه وزارت پخوانی مرستیال دا مني چې د نوموړي وزارت د پخواني مشرتابه لخوا ورکړل شوې شمېرې ناسمې وې. نوموړی زیاتوي د فساد او له امکاناتو د ناسمې استفادې له امله شمېرې په سمه توګه نه وې بیان شوې.

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال، صدیق پتمن څرګندوي:«کابو دوه میلیونه محرم(د نجونو د کورنیو غړي) هم ورسره شمېرلي دي او هغه ښوونځي چې تړلي دي هغه یې هم شمېرلي دي. موږ هغه وخت هم ویلی وه چې احصایې سمې نه دي.»
د روڼتیا د څار اداره وايي د زده کونکو په شمېر کې بدلون جدي څیړنو ته اړتیا لري او زیاتوي دا بدلون د هېواد د پوهنې په برخه کې د فساد ښودنه کوي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رئیس، سید اکرام افضلي وايي:«له یوې خوا د پوهنې وزارت کې د فساد امکان شته او له پلوه خیالي ښوونځي او زده‎کوونکو ډېرې پيسې غواړي چې جیبونو ته اچول شوي دي؛ خلکو ته یې ناسم مالومات ورکړي دي نړیوالې ټولنې ته او دا پروژه یې کامیابه معرفي کړې ده.»

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال د زده کونکو د وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وايي له ۱۳۸۶ کال راهیسې په یوولسو ناامنو ولایتونو کې ډیری ښوونځي تړلي دي، د شمېرو له مخې په اوسني وخت کې په هېواد کې کابو ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي دي. 
 
د رونټیا بنسټ له افغان حکومت څخه هغو کسانو ته د سزا ورکړې غوښتنونکې دي چې خلکو او نړیوالی ټولنې ته یې غلط مالومات ورکړي

شریک یي کړئ