د افغانستان ماشومانو لومړنۍ شل کسیزه ډله چې د زړه په ناروغۍ اخته وو، په چین کې یې درملنه شوې ده.
ټاکل شوې ده د ماشومانو یوه بله ډله چې د زړه په ناروغۍ اخته دي، د درملنې لپاره په راتلونکې میاشت کې چین ته واستول شي.
جواد یو له هغو ماشومانو څخه دی چې په دې وروستیو کې یې په چین کې درملنه شوې د هرات ولایت دی او کلونه کلونه ناروغ وه، خو له ازموینې وروسته څرګنده شوه چې د زړه ناروغي لري.
د جواد درملنه له ۱۹ نورو ماشومانو سره د چین په «سینګیانګ یونګه» روغتون کې شوې ده.
د دغه روغتون یو ډاکټر ژوانګ یوجي وايي:«هغه (جواد) تل به یې ژړل او ناارامه وه؛ خو دا شونې نه وه چې هغه ارامه کړو ځکه چې هغه زموږ په ژبه نه پوهېده.»
د جواد پلار حسین وايي چې زوی یې د لسو ورځو لپاره په عاجل سرویس کې وه:«اوس ډېر خوشحاله یم چې جواد خپله روغتیا ترلاسه کړه.»
دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړیوال بنسټ د رپوټ له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې څه ۷ زره ماشومان د زړه په ناروغۍ اخته دي او درملنې ته اړتیا لري.
ټاکل شوې ده چې د ماشومانو یوه بله ۵۴ کسیزه ډله هم د درملنې لپاره په راتلونکې میاشت کې چین ته واستوله شي.