Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سرپل صیاد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې

د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي د دې ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ له سختو نښتو خبر ورکوي.

 د والي ویاندو ذبیح الله اماني وايي طالبانو تېر ماښام(دوشنبې د مرغومې په لسمه نېټه) د صیاد ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او کابو څو ساعته نښته روانه وه.

ښاغلی اماني وايي چې طالبانو د صیاد پر مرکز د برید ترڅنګ د ولایت مرکز په قشقري کلي کې پر امنیتي پوستو او د تیلو پر کوهیانو هم برید وکړ.

چارواکي دواړو لورو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي، خو د کره شمېر په اړه یې بې خبري ښیې.

په همدې حال کې یوه سیمه‎ییزه سرچنه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي په نښته کې ۱۵ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷ تنه نور ټپيان دي. دا سرچینه زیاتوي چې په وژل شویو کې د خلیل په نامه د سیمه‎ییزو پولیسو یو قومندان هم شامل دی.

په همدې حال کې د سرپل ولایتي شورا غړی، اسدالله خرم څرګندوي چې په نښتو کې د تیلو کوهیانو د امنیتي قطعې قومندان، جاوید هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې یوه سیمه‎ییزه سرچنه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي په نښته کې ۱۵ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷ تنه نور ټپيان دي

شریک یي کړئ