Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې نړیواله ورځ او افغانان سولې ته په تمه

نن (جمعه د وږي ۳۰ مه) او د سپټمبر ۲۱مه، د سولې له نړیوالې ورځې سره سمون لري. څلوېښت کاله کېږي چې افغانستان په جګړو کې سوځي، او تراوسه هم په دغه هېواد کې سوله ناڅرګنده برېښي.

په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو سربېره، تراوسه هم دغه مهمه چاره حقیقتي شوې نه ده او د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې د ورځې په لسګونه تنه مړه او ټپيان کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د جګړې د یوه لوري په توګه تراوسه حاضر نه دي چې ملي یووالي حکومت سره د خبرو اترو پر مېز کېني. برعکس هغوی غواړي چې په نېغه توګه له امریکا سره خبرې وکړي- هغه غوښتنه چې امریکا تل رد کړې ده.

له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د حاضرولو لپاره یوازې سږکال دوه سترې غونډې دنه او درې هم له هېواده بهر د ازبکستان، اندونیزیا او سعودي عربستان په هېوادونو کې ترسره شوې او د لومړي ځل لپاره د امریکا د حکومت استازو په قطر کې د طالبانو له استازو سره ولیدل، خو له طالبانو د سره د رسمي خبرو اترو د پیل لپاره کوم څه نه تر سترګو کېږي.

یوازې د روان میلادي کال په ترڅ کې له طالبانو سره د سولې په تړاو دوه غونډې په هیواد کې او څلور نورې په بهیر کې وشوې.

دروان زیږدیز کال په فبروۍ کې د کابل بهیر دویمه غونډه‎، په مارچ کې د اندونیزیا د اسلامي هېوادونوغونډه، په مارچ کې د تاشکند غونډه، په جون کې د کابل د اسلامي عالمانو غونډه، په جولای کې د سعودي عربستان غونډه، په جولای کې په قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او طالبانو غونډه جوړه شوه.

خو پوښتنه دا ده چې د دغو هڅو سربېره ولي افغانستان ته سوله نه راځي؟

د سولې د عالي شورا غړی قاضی محمدامین وقاد په دې اړه وايي:«هغه غوښتنې چې طالبانو هغه نه تعبیر وي، په تبلغاتو کې نه حس کېږي، خو د هغوی له روان او سټراټېژۍ نه حس کېږي چې هغوی د خپل امارت اعاده غواړي.»

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وویل:«موږ هڅه کوو چې له سیاسي لارې پایلې ته ورسېږو خو زموږ جګړه له مجبورتیا نه ده.»

د ملي امنیت پخوانی رییس او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي تر هغه مهاله چې د ترهګرو ریښې وچې نه‎شي په افغانستان کې سوله نه راځي.

د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح څرګنده کړه:«موږ د سولې له روزنې له دې امله لیرې شو چې د افغان دولت د غلطو سیاستونو له امله دښمن مشروعیت پیدا کړ.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني هم وايي:«سوله تر هغې نه راځي چې بهر کې د جګړې ریښې وچې نه شي.»  

اخوا ځینې نور په دې اړه داسې نظریات لري.

سیاسي کارپوه نظر محمد مطمین په ډاګه کړه:«د سولې په بهیر کې ستر خنډ حکومت دی، ځکه چې طالبان د حکومت له لیدلوري په نړیوالو غونډو کې د ګډون اجازه نه لري.»  

په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر د افغانستان د سولې په تړاو د هیله مندۍ خبر ورکوي.

کابل کې د اروپايې ټولنې سفیر پېري مایډون په دې اړه وویل:« څلوېښت کاله وړاندې ډېری افغانان په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان د اوسنۍ جګړې قربانیان وو دا جګړه باید پایته ورسېږي، که وروستي پرمختګونه وڅېړو د سولې لپاره هیله بښوونکي دلایل شته له دې ډلې د کابل دویمه غونډه او د کوچني اختر اوربند.»

ټاکل شوې بیاهم د امریکا او طالبانو خبرې اترې وشي او په مسکو کې هم د دوولسو هېوادونو افغان حکومت او طالبانو په ګډون یوه غونډه جوړېږي اوس افغانان د دغو غونډو د سولې هیله لري.

شریک یي کړئ