د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه والسټریټ ژورنال لیکلي، متحده ایالات د دې ټاکنو د ځنډ طرحه څېړي.
ظاهراُ د دې راپور په غبرګون کې د امریکا سفیر جان بس پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د ټاکنیزو کمیسیونونو د تیاریو ملاتړ کوي، خو زیاتوي چې د ترسره کېدو وخت يې په افغانانو پورې تړلی.
په ورته وخت کې ځينې سیاسي څېري او د سولې هڅو فعالان پر دې باور دي، که د سولې په بدل کې دا ټاکنې ځنډول کېږي باید ومنل شي.
د سیاسي ګوندونو د کمېټې مشر محمد ناطقي وايي که د ټاکنو ځنډ یوې جامع سولې علت کېږي هیڅ ستونزه نشته: «که د جامع سولې لپاره لنډمهالی حکومت یا د ټاکنو ځند مرسته کولی شي، هیڅ ستونزه نه لري، خو نه دا چې خلک ووژلي، بې کوره يې کړي او ووايي موږ سوله کو.»
شهزاده مسعود چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې کس بلل کېږي، هم د لنډمهالي حکومت تایید کوي او زیاتوي چې په اوسنیو حالاتو کې ټاکنې هیڅ مانا نه لري.
مسعود زیاته کړه: «پنځه میاشتې وروسته د دې حکومت وخت ختمېږي، نو ښه ده چې یوه مؤقته اداره د ټولو اړخونو په خوښه رامنځته شي، چې سرتاسري ټاکنو ته لار هواره کړي.»
د سولې عالي شورا هم ورته نظر لري او مني چې که د ټاکنو ځنډ د سولې د راتګ علت کېدلی شي، نو سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي: «څومره چې سوله نږدې کېږي او د لومړیتوب حق ورکړل شي، د افغانستان د ملت په خیر دی، په دې صورت کې به ټاکنې هم لا ښې ترسره شي.»
پردې سربېره د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي حکومت د ټاکنو دقیقې نېټې ته ژمن دی، هغه وايي: «د ۱۳۹۸ل کال ټانکو لپاره حکومت د قانون پر اساس د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري اعلان شوي تاریخ ته پوره ژمن دی.»
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي وايي دوی لا له وړاندې پوهېدل چې ولسمشریزې ټاکنې نه ترسره کېږي.
معنوي ووویل: «موږ پوهېدلو چې ټاکنې نه کېږي، طبیعي ده چې نن د امریکایانو له لوري دا مسئله مطرح کېږي زیاتې د پوښتنې ځای نه پاتې کېږي.»
والسټریټ ژورنال د امریکايي سرچینو په حواله ویلي و، چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د سولې د هڅو لپاره تر بحث لاندې نیول شوې دي.
د امریکا متحده ایالتونو د سولې په برخه کې خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته شپږ میاشتې وخت ورکړی، چې د سولې شورا د مرستیال دین محمد په قول باید خپلې ادارې ته یوه پایله په ګوتو ورکړي.