Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې خبرو اترو تود ډګر، بې مخینې هڅې او نوي امېدونه

حکومت د طالبانو له استازو سره ډېر ژر د مخامخ خبرواترو خبر ورکړی او که طالبان له حکومتي مرکچي پلاوي سره کیني نو دا به لومړی ځل وي چې مخامخ خبرو اترو ته کیني.

بلخوا د مشرانو جرګې عړي غواړي چې د سیمې ټولو هېوادونه په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډي او همدارنګه د طالبانو ټولې ډلې د سولې په خبرو اترو کې شریک وي. 

د مشرانو جرګې غړي ګواښ کوي که‎چېرې داسې ونه شي سوله به مطلوبه پایله ونه لري.

سناټور رحمت الله اڅکزي وویل:«موږ او تاسو ته مالومه ده چې د ملارسول ډله له طالبانو جلا شوې او څلور کاله کېږي چې په خپل منځ کې سره په جګړه دي او ډېره مرګ ژوبله یې هم ورکړې هغه ډله خبرو اترو کې ونډه نه‎لري، که‎چېرې خدای وغواړي چې د طالبانو او حکومت ترمنځ سوله وشي خدای مه کړه داسې نه وي چې د هغه کسان له نورو ډلو سره یوځای شي او په افغانستان کې جګړه او ناامني دوام پیدا کړي.»

د مشرانو جرګې بل غړی محیي الدین منصف هم وايي:«سوله باید نړیواله وي، داسې سوله دې نه وي چې په هغه کې یو هېواد ونډه ولري او بل یې ونه لري.»

له خلکو سره د سولې د خبرو اترو د جزئیاتو شریکول او له سرو کرښو نه تېرېدل د مشرانو جرګې د غړو نورې غوښتنې دي.

د مشرانو جرګې غړی زلمی  زابلی څرګندوي:«زموږ دولت باید په جریان کې وي، تر هغې چې زموږ دولت په جریان کې نه وي، د خلیل زاد په ژبه له هغوی سره پرېکړه د هېواد د ملي ګټو په زیان دي.»

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار په دې اړه وویل:«پرېږدې چې د حکومت مرکچي پلاوی یو ځل خبرې اترې وکړي او له ځان سره د پاکستان، امریکا او طالبانو نظریات راوړي.»

بل پلو حکومت وايي، له خلکو سره به د سولې د خبرو اترو ټول پړاونه شریک شي او ټینکار کوي چې له طالبانو سره د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته شوې ده.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په ډاګه کړه:«افغان حکومت ژمن دی چې ټول بهیرونه او سیاسي بنسټونه، د افغانستان خلک د سولې له پرمختګه ګام په ګام خبر کړي.»

و به لیدل شي چې د خبرو اترو پرانېستل شوې دریڅه به په هېواد کې د سولې ټغر خپور کړي که؟

د مشرانو جرګې عړي غواړي چې د سیمې ټولو هېوادونه په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډي او همدارنګه د طالبانو ټولې ډلې د سولې په خبرو اترو کې شریک وي. 

شریک یي کړئ