Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې خبرو اترو د همکاریو لپاره له چین څخه کابل ته یو پلاوی راځي

له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د پیل په چوش او مذاکرې مېز ته د طالبانو د راکاږلو لپاره د واشنګټن د هڅو په اوج کې، ټاکل شوې ده چې له چین څخه یو پلاوی د سولې خبرو اترو او له ترهګرۍ سره د مبارزې د همکارۍ په پار یو پلاوی کابل ته راشي.

د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار دفتر مسوولین وایي، دغه پلاوی به په نېږدې راتلونکي کې کابل ته راشي او د افغان حکومت په مشرۍ د سولې خبرو په ملاتړ به له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

چین هم غواړي له طالبانو سره د افغانستان د سولې په خبرو کې رول ولوبوي، د دغه هېواد سفیر له ښاغلي اتمر سره په کتنه کې ویلي په نېږدې راتلونکي کې به د نوموړي هېواد یو لوړپوړی پلاوی د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره کابل ته راشي.

له دې سره جوخت د ملي یووالي حکومت اجرايي رییس هم وايي چې د سیمې ځینې هېوادونه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره هڅه کوي.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه وویل:«د چین په ګډون اسیايي هېوادونه له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو په پار خپلې هڅې کوي چې موږ له دغو هڅو ستاینه کوو او هیله لرو چې دغه هڅې وکړای شي طالبان د مذاکرې مېز ته راولي.»

د سولې عالي شورا د چین د دغو هڅو ستاینه کوي او له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو لپاره د طالبانو د حاضرولو په برخه کې د چین رول ګټور بولي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه څرګنده کړه:«له طالبانو سره د امریکا، چین، سعودي عربستان او یا د هر بل هېواد لیدل یوازې له طالبانو سره د نېغو خبرو اترو د پیل لپاره د زمینې برابرول دي.»

د طالبانو یو شمېر پخواني قومندانان په دې باور دي چې د چینايي چارواکو څرګندونې د طالبانو لپاره د ارزښت وړ دي.

د جیش محمد ډلې پخوانی قومندان سید اکبر اغا وویل:«زما شخصي باور دا دی چې د چین په ګډون هر اسیایي هېواد حق لري چې له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو د حضور او د هغوی د بهر کېدو په اړه خبرې اترې وکړي او دا د چین هېواد حق دی.»

اخو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قومندان وايي امریکا خبرو ته د طالبانو ډلې د حاضرولو لپاره پر دې ډلې پوځي، ټولنیز او سیاسي فشارونو ته دوام ورکوي.

جنرال جوزف ووټل وايي:« موږ پر طالبانو پوځي فشار راوړو ترڅو وکولای شو هغوی خبرو ته حاضر شو، موږ له دې ډلې سره په خبرو کې هېڅ ویره نه‎لرو، زموږ ماموریت دا دی چې د نوموړې ډلې پلانونې له منځه یوسوو.»

د طالبانو پخواني قومندانان هم په دې باور دي چې د چینايي چارواکو څرګندونې د طالبانو ډلې لپاره ارزښتمنې دي.

درې ورځې مخکې فایننشیل ټایمز ورځپاڼې د طالبانو له استازو سره د چینايي چارواکو له لیدنې پرده پورته کړه، په دغه رپوټ کې راغلي پاکستان له چینایي چارواکو غوښتي چې له طالبانو سره وګوري، خو د سولې عالي شورا وايي دا کتنه د افغان حکومت په مشرۍ د سولې خبرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په موخه ترسره شوې دي.

د سولې عالي شورا د سولې په برخه کې د چین د هڅو هرکلی کوي او وایي،چین له طالبانو سره د افغان حکومت او دغې دلې ترمنځ  د سولې خبرو ته د لارې د اواري په پار اړیکي لري

شریک یي کړئ