د مسکو غونډه کې د ګډون لپاره د سولې عالي شورا یو پلاوی مسکو ته لاړ.
دغه پلاوی نن (پنجشنبه، د لړم اوولسمه) د سولې عالي شورا د مرستیال حاجي دین محمد په مشرۍ مسکو ته وخوځيد.
دې پلاوي کې د سولې عالي شورا د ویاند سید احسان طاهري په ګډون حبیبه سرابي، عبدالخبیر اوچقون او عطاءالرحمن سلیم هم ملګري دي.
طلوعنیوز ته سید احسان طاهري ويلي و، چې دوی د افغان دولت په استازیتوب هلته ګډون کوي، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وايي چې حکومت په دې غونډه کې ګډون نه لري.
وړاندې تر دې ویل شوي و، چې ځينې سیاسي مخور هم دې ناستې ته ورغوښتل شوي دي، چې عطامحمد نور او پخواني ولسمشر حامد کرزي يې بلنه منلې ده.
په دې غونډه کې طالبانو هم د خپل پلاوي د ګډون پخلی کړی او امریکا متحده ایالتونو هم ویلي، چې یو د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب به يې یو تن په دې ناسته کې برخه واخلي.
ټاکل شوې دغه ناسته چې سپټمبر میاشت کې وځنډول شوه، سبا (جمعه، د لړمي اتلسمه) د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب مسکو کې جوړه شي.