Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې عالي شورا: د تل‎پاتې اوربند لپاره هڅې روانې دي

د سولې عالي شورا ویاند، سید احسان طاهري وايي، په څو ولایتونو کې له طالبانو سره د دایمي اوربند خبرې پیل شوې دي او د دې خبرو پایله کې به له لوی اختر مخکې خلکو سره شریکه شي.

په همدې حال کې حکومت کې یو شمېر سرچینې وایي، که طالبانو ومنله؛ نو د اختر د ورځو لس ورځنی اوربند به دوو میاشتو ته وغځېږي او کابل کې به د طالبانو دفتر پرانیستل شي.

بل لورې خلک پر حکومت او طالبانو غږ کړی چې اوربند اعلان کړي او له جګړې لاس واخلي.

د کوچني اختر په درېیو ورځو کې کابل ښار ته د ارغندې له دروازې د څه باندې ۴۳۰ طالبانو راتلل ثبت شوي، د میدان وردګو ولایت ډیری طالبانو له د همدې دروازې کابل ښار ته راغلي وو.

ملک الدین د هغو ورځو د خوښیو خبره کوي او دا چې کله سرتېري او طالب یو بل په غیږ کې نیول خلکو څه ډول احساس درلود.

دی څرګندوي:«د اختر درېیمه ورځ وه چې موږ دلته راغلو او طالبانو او د ملي اردو سرتېرو یو بل به غېږه کې نیول، خلکو له خوښیو ژړل.»

خلک غواړي له جګړې او تاوتریخوالي پرته احساس یې چې د اوربند په ورځو کې درلود دایمي شي.

د ارغندې چوک اوسېدونکی، محمد حکیم زیاتوي:«غواړو چې دایمي اوربند وشي او یا هم د اختر به ورځو کې خو وي.»

خو د طالبانو پخوانی قوندان، سید اکبر آغا وايي که د لوي اختر په ورځو کې د حکومت د اوربند غوښتنه د طالبانو لخوا وهم منل شي، د طالب قوماندانانو لخوا به ښارونو ته د طالبانو د راتلو مخه ونیول شي.

دی وړاندې وايي:«ښارونو ته د طالبانو راتللو په اړه یې قومندانان خوښ نه وو، فکر نه کوم چې دا ځل دوی ته ښارونو ته د راتګ اجازه ورکړل شي.»

له دې سره سره د سولې عالي شورا له طالبانو سره د دایمي اوربند د ټینګښت د څرنګوالي لپاره د سلامشورو خبره کوي.

د سولې عالي شورا ویاند، احسان طاهري څرګندوي:«ټول خلک دایمي اوربند غواړي که دا اوبند په اختر ورځو کې اعلان شي نو دوام به وکړي، او یو باور به رامنځته شي د دوام لپاره.»

د سولې په عالي شورا کې یوه سرچینه وایي افغان حکومت په پام کې لري د طالبانو لخوا د حکومت د سولې د غوښتنې په منلو سره به دغې ډلې ته په کابل کې دوه دفترونه پرانیستل شي چې یو به یې د سولې خبرو د پرمخ بیولو او بل به د طالبانو د کورنیو لپاره وي چې ددې ډلې له بندیانو سره وګوري. 

د طالبان پخوانی قومندان، سیداکبر آغا وايي که د لوي اختر په ورځو کې د حکومت د اوربند غوښتنه د طالبانو لخوا وهم منل شي، د طالب قوماندانانو لخوا به ښارونو ته د طالبانو د راتلو مخه ونیول شي

شریک یي کړئ