د ارګ له لوري د سولې د مشورتي بورډ د هڅو تر څنګ د سولې د خبرو اترو لپاره د سولې عالي شورا هم د پلاوي تیارولو خبر ورکوي.
د دې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وايي، دغه پلاوی به له پنځو تر اوو تنو غړي ولري او په خبرو اترو کې به مهم رول ولري.
هغه وویل: «تر ټاکنو وړاندې له طالبانو سره خبرې اترې باید یوې پایلې ته ورسېږي، د دې مانا دا ده چې هئت باید ژر جوړ شي، موږ ډېر وخت نه لرو.»
د ارګ له لوري د مشورتي بورډ په اړه ویل کېږي، چې له هر ولایت نه به دوه دوه تنه غړي لري، د سولې عالي شورا وايي د دوی پلاوی به هم له هغوی سره په مشوره کارونه پر مخ وړي.
د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد زیاته کړه: «دوی چې هلته خبرې کوي، نو چې ستونزه ورته پېښېږي یا کومه پوښتنه وي، نو راځي به له سولې شورا او ولس سره به يې شریکوي.»
وړاندې تر دې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد له حکومت نه غوښتي و، چې یو با صلاحیته پلاوی ورته وګماري.
هغه چې د سیمې هېوادونو ته له سفر نه تېره ورځ واشنګټن ته ورسید، دوه ورځې وړاندې يې کابل کې خبریالانو ته وویل، ښايي طالبان هم د خبرو اترو په پلاوی کې بدلون راولي.
طالبانو د قطر دفتر کې د خبرو اترو لپاره د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو اته کسیز ټیم ټاکلی دی، چې «مذاکراتي ټیم» يې بولی.
زلمي خلیلزاد په سولهییز بهیر کې د ګډون لپاره د سیاسي ګوندونو او څېرو یادونه هم کړې وه.
احمد ولي مسعود بیا د زلمي خلیلزاد پر هڅو هم نیوکه کوي، هغه وايي خلیلزاد له داسې چا سره کتلي، چې له طالب سره کومه ستونزه نه لري، زیاته يې کړه: «ښاغلی خلیلزاد ما تر اوسه هیڅ لیدلی نه دی، چې چېرته دی، له چا سره خبرې کوي او چېرته ځي، لومړی ځل چې راغی، له داسې چا سره يې خبرې وکړې، چې له طالبانو سره هیڅ ستونزه نه لري، څوک چې له طالب سره په جګړه و، قربانۍ يې ورکړې، سخت په کراهت يې ورته وکتل.»
په ورته وخت کې اجراییه رییس ډاکټر عبداالله عبدالله ویلي، چې شته لاسته راوړنې باید د سولې قرباني نه شي، هغه په پاریس کې په یوه پوهنتون کې غونډې ته وویل: «زموږ خلکو د اوسنیو لاسته راوړنو، په تېره بیا د ازادۍ او حقوقو په برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي، دا لاسته راوړنې به تر هیڅ ډول شرایطو لاندې قرباني نه شي.»
د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم پر سولهییز حل ټينګار کړی، خو زیاته کړې يې ده، چې د ځان دفاع به هم دوامداره وساتي.
سکاټ مېلر چې نن غزني ته په سفر تللی و، هلته خبریالانو ته وویل، چې د ځان د دفاع تر څنګ پر سولهییزو لارو هم کار کوي.
هغه زیاته کړه: «زه یوازې غواړم هر چاته د امنیتي ځواکونو ملاتړ ژمنه یاده کړم، په روښانه ډول موږ یو سیاسي او سولهییزه لار تعقیبوو، مګر سره له دې چې پر سولهییزو لارو کار کوو، همدارنګه باید له خپل ځانه دفاع ته هم اماده واوسو.»