Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې عالي شورا د ملي او نړیوالې اجماع د جوړېدو په هڅه کې ده

په داسې حال کې چې قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې شپږ پړاو خبرې هم کومې پایلې ته و نه رسېدې، خو اوس د سولې عالي شورا له داسې هڅو خبر ورکوي چې له مخې به یې د افغانستان د سولې په اړه نړیواله اجماع جوړه او همدا ډول به د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

د یادي شورا ویاند وايي د سولي عالي شورا د دارالانشا رییس د دغو خبرو لپاره د یوې ملي او نړیوالي اجماع د جوړولو په هڅه کې ده. 

د سولې عالي شورا ویاند جاوید احمد غفور په دې اړه وویل:«د سولې عالي شورا هغو هڅو ته دوام ورکوي، دا چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د نېغو خبرو اترو زمینه برابره کړي.»

له دې وړاندې قطر کې د افغان حکومت، سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه غونډه د هغه نوملړ له کبله چې طالبانو اوږد بللی وو، لغوه شوه. اوس د پخلایني شورا غواړي چې دا موږه باید له لاسه ونه وځي او دا ځل باید د غونډې د ګډونوالو نوملړ د دواړو لوریو لپاره د منلو وړ وي.

د پخلاینې شورا غړی حاجي دین محمد وايي:«هغه پلاوی چې ټاکل شوی و دوحې ته ولاړ شي ۲۵۰ کسیز و چې له دې سره ځينې کسان تفاهم نه درلود او زه په خپله د هغه پلاوي له ترکیبه راضي نه وم.»

د کابل پخوانی والي احمد الله علیزی هم څرګندوي:«اوس چې د سولې مشورتي لویې جرګې له حکومته غوښتي چې د خبرو اترو لپاره یو پلاوی چمتو کړي خو حکومت تراوسه دا پلاوی نه دی جوړ کړی.»

اخوا د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر چې هرات ولایت ته په سفر تللی د دغه ولایت له چارواکو سره په لیدنه کې افغانستان کې د جګړې دوام خواشینی کوونکی بولي.

سکاټ مېلر زیاته کړه:«هغه څه چې په زړه پوري دي خلکو ته غوږ نیول دي، زه اورم چې خلک سوله غواړي، لکه‎څرنګه چې موږ سولې ته کار کوو، خو له بده مرغه جګړه هم دوام لري.»

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ټاکنو ته یو شمېر نوماندان حکومت د سولې په اړه په بې‌پروايۍ تورنوي.

ولسمشرۍ ته نوماند محمد حینف اتمر په دې اړه څرګنده کړه:«شته حکومت د سولې په وړاندې له مصنوعي خنډونو سره په یوه اصلي خنډ بدل شوی دی.»

ولسمشرۍ ټاکنو ته بل نوماند احمدولي مسعود هم زیاتوي:«هغه څوک چې په واقعیت کې د سولې په وړاندې خنډ دی هغه افغان حکومت دی.»

خو طالبانو ته نږدې سرچینې بیا سیاستوالان د افغانانو ترمنځ د خبرو پر وړاندې په بې‌تفاوتۍ تورنوي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د اولمپیک کمېټې ريیس مولوي عبدالشکور مطمین وايي:«طالبانو په ځلونو ویلي چې هغوی له سیاستوالو او افغان ملت سره هېڅ ستونزه نه‎لري خو له بده مرغه چې زموږ سیاستوالان د دې مسلې په اړه ډېر جدي نه دي.»

د سولې لویې مشورتي جرګې افغان حکومت ته وړاندیز کړی چې د مرکچي پلاوي په توګه یوه پنځوس کسیزه ډله غوره کړي چې ټول شموله وي، خو له دې وړاندیز دوه اوونۍ تېرېږي، مګر تر اوسه داسې کوم پلاوی نه دی جوړ شوی.

د سولي عالي شورا د وسله‎والوطالبانو، سیاسي مشرانو او د افغان حکومت تر منځ د ګډو خبرو د بیا پیل لپاره د هڅو خبر ور کوي. 

شریک یي کړئ