د سولې د عالي شورا لوړپوړي غړي پاکستان، ترهګرې ډلې او په سیمه کې د نشهيي توکو قاچاق وړونکي د افغانستان د سولې د هڅو په وړاندې د خنډونو په توګه یادوي.
په کابل کې له ځوانانو او مېرمنو سره د سولې خبرو اترو په لومړنۍ مشورتي غونډه کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا راغلي پلاوي د سولې عالي شورا له غړو سره هم لیده کاته کړي دي.
د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک په دغې غونډه کې وویل:«د ځينو هېوادونو لاسوهنه چې نه غواړي په افغانستان کې د سولې بهیر پلی شي، په ځانګړې توګه د پاکستان څرګنده لاسوهنه، او په دې اړه په افغانستان کې د نشهيي توکو قاچاق وړونکو او ترهګرو فعالیت دی.»
د سولې عالي شورا مني چې د سولې عالي شورا هېڅ یو غړي یا ډلې له طالبانو سره رسمي خبرې نه دي کړي.
ښاغلي خپلواک زیاته کړه:«له بده مرغه، طالبان د ملت له ګډ غږ سره، د واقعي مذاکراتو د پيل لپاره، تراوسه په رسمي توګه مثبت ځواب نه دی ورکړی.»
په همدې حال کې د سولې عالي شورا رییس د شورا د شپږ میاشتنيو کارونو ترڅنګ د سولې د خبرو اترو لپاره د نوې تګلارې خبره هم کوي.
د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي په دې اړه څرګنده کړه:«له مخالفو وسلهوالو سره، غیر رسمي اړیکې په جریان کې دي. د سولې عالي شورا، له حکومت سره په همغږۍ کې، د مذاکراتو په زمینه سازۍ او پرمختګ کې، هڅه کوي.»
په وروستیو شپږو میاشتو کې سولې عالي شورا د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې شاوخوا ۲۸۰ مشورتي غونډې کړې دي.
د سولې شورا غړي باور لري چې دا ډول غونډې یې د سولې د پروسې لپاره ګټورې او له طالبانو سره د رسمي خبرو د پیل لپاره مهمې دي.