Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې عالي شورا: که طالبانو سوله ونکړي قطر کې یې دفتر تړل کېږي

د سولې عالي شورا د طالبانو ډلې ته د افغان حکومت د سولې د وړاندیزونو په اړه د دې ډلې لخوا د روښانه ځواب د ترلاسه کولو په تمه ده، خو که طالبان د حکومت د سولې د وړاندیزونو په هکله روښانه ځواب ونه لري په قطر کې به د دلې دفتر وتړل شي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس، محمد اکرم خپلواک وايي:«موږ د طالبانو لخوا د روښانه ځواب غوښتونکي یوو، که دوی خبرو اترو ته چمتو نه وي، نو دوی ته به هېڅ ډول دفتر او امکانات ورنکړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وروسته له کابو درېیو اوونیو دافغان حکومت لخوا دې ډلې ته د سولې وړاندیز په اړه ځواب نه دی ویلی.

د کابل بهیر په ناسته کې ولسمشر غني طالبانو ته د سولې طرحه وړاندې کړه چې په کې راغلي طالبان کولی شي د یوه سیاسي ګوند په توګه فعالیت وکړي.

د افغانستان د علماوو شورا هم طالبانو ته د کابل په ناسته کې د حکومت د سولې وړاندیزونه هراړخیز بولي او له دې ډلې غواړي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د دې شورا غړی، عنایت الله بلیغ څرګندوي:«د افغانستان حکومت وړندیز ډېر روښانه او ټول اړخیز وه او د طالبانو لپاره هېڅ کومه پلمه نه ده پاتې.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار له نیویارک ټایمز سره طالبانو ته د یو شمېر سیمو پرېښودو خبره کړې وه، خو د سولې عالي شورا طالبانو ته د سیمو سپارل ردوي او دې ډلې له ځینو ګروپونو سره د غیرمستقیمو تماسونو خبر ورکوي او راتلونکی کال د سولې د خبرو کال بولي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس، خپلواک څرګندوي:«انشاءالله ډاډه یوو چې راتلونکی کال به د سولې او خبرو اترو کال وي.»

سره له دې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې په جاکارتا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماوو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړه شي، په دې ناسته کې به په دغو مسلو بحث وشي.

د افغانستان د علماو شورا غړی، عطاالله لودین وايي:«په جاکارتا کې به پر دې هم خبرې وشي چې طالبان ولي دا جګړه واجبه بولي او دلایل یې څه دي؟ په داسې حال کې چې دا جګړه د اسلام له نظره مشروعیت نلري.»

افغان حکومت هیله من دی چې د جاکارتا غونډه د مارچ میاشتې تر وروستیو پورې جوړه شي او له دې ناستې وروسته به د افغانستان په هکله د نړۍ د دیني علماوو نړیواله غونډه جوړه شي چې د جګړې د پاي ته رسیدو په اړه به پکې سلامشورې وشي.

د سولې حالي شورا طالبانو ته خبرداری ورکوي چې د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ونه وايي نو په قطر کې به یې دفتر وتړل شي

شریک یي کړئ