Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې غوښتنې حرکت د یوه غړي مېرمن په بې کسۍ کې مړه شوه

د سولې  غوښتونکي ولسي حرکت د غړي انعام الدین مېرمن په زابل کې د خپل خاوند په نشتون کې د «اپندکس» ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.

د انعام الدین مېرمنه د زابل د سوري ولسوالۍ په یوې لیرې کلي کې له دې کبله مړه شوه چې په کور کې یې روغتون ته د نوموړې د لېږد کس نه و.

انعام الدین د خپلې مېرمنې د جنازې له مراسمو وروسته بېرته کابل ته راغلی او د سولې له دغه کاروان سره بیا یو ځای شوی دی.

د سوله غوښتنې حرکت غړي انعام الدین وویل:«ولاړم د جنارې مراسم مې ترسره کړل او بېرته راغلم او له دې کاروان سره یوځای شوم او تر پایه له دغه سولې غوښتنې له دغه حرکت سره به یوځای وم.»

د نوموړي دوه او درې کلن زامن او لس میاشتنۍ لور بې موره شوي دي.

هغه وايي لومړی له پلار او مور څخه په پټه له دې حرکت سره یو ځاي شوی و خو اوس یې پلار او مور ویلي د هغه د ماشومانو د پالنې مسوولیت لري او د سولې په حرکت کې د خپل زوی د ګډون ملاتړ کوي.

انعام الدین څرګنده کړه:«په لومړي سره کې له مور او پلار څخه مې پټ راغلی وم، خو اوس وايي چې په هر حالت کې له دغه کاروان سره یوځای واوسه.»

انعام الحق د هغه حرکت ملګری دی چې اوس یې په کابل کې د پاکستان د سفارت په مخکې پرلت کړی او د سولې غوښتنې غږ پورته کوي.

زهیر زنداني چې دواړه سترګې یې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړې د پاکستان له حکومته یو لړ غوښتنې لري.

د سوله غوښتنې حرکت غړی زهیر زنداني وايي:«که موږ ته پل او پلچک نه جوړوي، پل او پلچکونه دې نه را ورانه وي.»

په داسې حال کې چې په کابل کې د پاکستان د سفارت په مخکې د دوی له پرلته یوه اوونۍ تېرېږي خو تراوسه یې د دغه سفارت  لخوا هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د سولې غوښتنې حرکت مشر اقبال خیبر په ډاګه کړه:«موږ له پاکستان څخه غواړو چې د ترهګرو د روزنې مرکزونه دې وتړي او نور دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.»

د سولې دغه حرکت به تر مالومې مودې په کابل کې د پاکستان د سفارت په مخکې د سولې غوښتنې شعارونو ته دوام ورکړي، ټاکل شوې د پاکستان له سفارته وروسته دوی په کابل کې د ایران د سفارت په مخکې پرلت پیل کړي او د دغه هېواد له حکومته هم دې ته ورته غوښتنې وکړي.

تېره اوونۍ کله چې انعام الدین د سولې په کاروان کې کابل کې وه خبر ورته ورسېد چې مېرمن یې د اپنډکس ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړ.

شریک یي کړئ