Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې غوښتنې ولسي حرکت غړو له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې کړي

د سولې غوښتنې ولسي حرکت ۲۴ غړي د طالبانو تر واکمنۍ  لاندې سیمو کې له پنځو ورځو حضور وروسته بېرته د دغه حرکت له نورو غړو سره یوځای شول.

له هغې وروسته چې د سولې غوښتنې د ولسي حرکت ۲۴ غړي چې د سولې غوښتنې لپاره پلي له لښکر ګاه څخه موسی کلا ولسوالۍ ته روان وو، طالبانو له ځان سره بیولي وو. اوس دا کسان د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه بیرته لښکرګاه ته راستانه شوي او وايي په دې پنځو ورځو کې دوی د طالبانو له ځایي مشرانو سره د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

د سولې کاروان غړی ځیراحمد زنداني وايي:«هغوی ویل چې جګړه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره بستر سازي کېږي. که یو ډک هم کېږي. له دوی څخه زموږ غوښتنه دا وه چې تاسې افغانان په خپلو کې سره سوله وکړئ، چې پر نړیوالو دا پلمه ودرېږي.»

د سولې کاروان غړی زمری ځلاند هم څرګندوي:«له طالبانو زموږ غوښتنه دا وه چې د سولې کاروان باید د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ځان ورسوي او د سولې پیغام ورسوي او همدارنګه غوښتنه مو وکړه چې اوربند وکړي او د خبرو لپاره ځای او ادرس مشخص کړي.»

د سولې غوښتنې د ولسي حرکت یو غړی وايي طالبانو د دې حرکت غړي له دې امله چې د دوی له اجازې پرته په موسی کلا کې د دې ډلې تر واک لاندې سیمو ته تللي وو دوی یې له ځان سره بیولي وو.

د سولې کاروان غړی عتیق الله افغان وویل:«د طالبانو او د هغه ځای د خلکو چلند له موږ سره ښه و. هغوی هغه څه چې د روژماتي لپاره ځان ته چمتو کول موږ ته به یې هم راکول او یو ځای مو سره خوړل.»

له دې سره سره د سولې غوښتنې حرکت غړي وايي له دې وروسته به هم د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ولاړ شي او د جګړې د پای ته رسولو په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. 

د هلمندیانو د سولې غوښتنې حرکت یا د سولې کاروان په لښکرګاه کې له څو چاودنو وروسته په لوڅو پښو کابل ښار ته سفر وکړ او وروسته مزارشریف او همداراز یو شمېر نورو ولایتونو ته ولاړل او په هېواد کې یې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. 

شریک یي کړئ