Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې له خبرو سره هم‎مهاله طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی

په ورستیو څو اوونیو کې  طالبانو د هېواد پر ځينو برخو خونړي بریدونه کړي. چې له هغې ډلې هلمند کې د شوراب پر پوځي اډې برید، د بادغیس ولایت پر بالامرغاب او مُقر ولسوالیو او همدارنګه د سمنګانو پر  درې صوف ولسوالۍ بریدونه د یادولو وړ دي.  

د سولې له تاریخي خبرو سره جوخت، په هېواد کې جګړې هم زور اخیستی. اوس‎مهال د هېواد په پنځو ولایتونو کې نوې ناامنۍ او د طالبانو بریدونه پیل شوي دي.

په بادغیس او سمنګان ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې د ملي اردو لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او یا هم ژوندي نیول شوي دي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت استازې صفیه ایماق وايي:«د بالامرغاب ولسوالۍ د پرځېدو په حال کې وه او اوس هم د پرځېدو په حال کېده او یوازې د دغې ولسوالۍ مرکز یعنې د ولسوالۍ احاطه د دولت تر کنټرول لاندې ده.»

همدارنګه د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري هم څرګندوي:«د کندوز - شېرخان بندر په لویه لار او همدارنګه د چرخ اب په لار د طالبانو لوړ ګواښونه د ښار په شاوخوا کې شتون لري.»

ځینې سرچینې وايي، په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو یرغلي بریدونه د امنیتي ځواکونو په پرتله څو برابره وو. په داسې حال کې چې ژمی د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره فرصت و، خو په روان ژمي کې داسې و نه شول.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل په دې اړه وویل:«موږ تراوسه له دښمنه نوښت نه دی ترلاسه کړی، او جګړه، جریکي جګړه ده او دښمن چې هر ځای وغواړي هلته ګوزار کولای شي او خپل ګوزار کوي.»

د پوځي چارو شنوونکی مقدم امین هم وايي:«که‎چېرې د قطر خبرې پایې ته ونه رسېږي له نورو طریقو جګړه شونې ده او ممکنه ده چې افغان دولت ونه شي کړای له ځانه او یا هم له خپلو سنګرونو او یا هم د افغانستان له ولایتونو په مستقیمه توګه دفاع ولرای شي.»

د هېواد ځینې سیمې په داسې حال کې ناامنه شوې چې د ملي دفاع سرپرست وزیر په دې وزارت کې د خپل کار د پیل پرمهال ګواښ وکړ چې دښمن به د هغوی په مرکرونو کې له‌منځه یوسي او اردو به له دفاعي حالته را وباسي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد څرګنده کړې وه:«له دې وروسته سر ترې پرې کوو او سنګر یې نیسو له دغه دفاعي حالته وځو، ورځني رپوټونه چې وینم د دوښمن ډز او دفاع ده.»

ملي دفاع وزارت په دې هکله څه نه وايي، خو کورنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو بریدونه نه دي زیات شوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په ډاګه کوي:«په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو له دفاعي او هوايي ځواکونو سره په ګډه ونډه د افغانستان د خلکو د دښمنانو په وړاندې یرغلي بریدونه سل په سلو کې زیات شوي دي.»

په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، لا روښانه نه ده چې د جګړې نوی موسم به څه خبرونه له ځان سره ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه