ولسمشر غني نن (دوشنبې د غبرګولي۲۹مه) د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریز هوايي کږلیچ پرانیستي ناسته کې د خبرو پرمهال د ترهګرو ملاتړو هېوادونو څخه وغوښتل چې له ترهګرو ملاتړ دې لاس واخلي او د افغانستان د سولې په برخه کې دې مرسته وکړي.
ولسمشر غني ټینګار وکړ د هېواد غیږه د ټولو هغو کسانو لپاره پرانیستې ده چې سوله غواړي، خو هغه چې د بېګناه خلکو لپاره افغانستان ته راځي باید پوه شي چې د هیواد د خلکو اراده پياوړې ده.
غني وویل:«هر څوک چې افغانستان کې برید کوي په ځانګړې توګه ملکي کسان وژني، باید پوه شي چې زموږ هوډ نه مختل کېږي. دا هېواد ټولو ته غېږه پرانیزي تر څو د مېلمه په توګه دې هېواد ته راشي، خو که د دښمن په توګه دې هېواد ته راشي نو له منځه به یوړل شي.»
ولسمشر غني ګواښ وکړ، د هغو هېوادونو خلک به هم له منځه ولاړ شي چې له ترهګرۍ ملاتړ کوي.
ده زیاته کړه:«هغه هېوادونه چې افغانستان ته تګ راتګ کوي، باید د سولې لاره خپله کړي او یا هم د جګړې، که یې د جګړې لاره خپله کړه، نو پر دې دې پوه شي چې یوازې به موږ نه مرو.»
ولسمشر په داسې حال کې د ترهګرو پر ځپلو او د نورو هیوادونو د لاسوهنې پر مخینوي ټینګار کوي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي د طالبانو د فعالیتونو د زیاتوالي په تیره بیا پلازمیني ته نږدې انديښنه څرګندوي.
د ولسي جرګې غړی، محمد اکبر ستانکزی څرګندوي:«د لوګر حلات ډېر خراب دی، طالبان د کابل ۱۵ کیلو مترۍ یانې لوګر کې دي او موټر پلټي او حکومت ترې خبر نه دی.»
په هیواد کې د طالبانو او نورو ترهګرو د فعالیتونو زیاتوالی د دې لامل شوی چې ناټو او امریکا په افغانستان کې د ځواکونو د زیاتوالي غوښتنه وکړي.
ښايي د واشنګټن نوې تګلاره چې په افغانستان کې د زرګونه بهرنیو ځواکونو زیاتوالی پکې شامل دی په راتلونکو دریو اونیو کې اعلان شي.