Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې ولسي بهیر د طالبانو سیمو ته د سولې پیغام وړي

ټاکل شوې د سولې ولسي حرکت د روژې میاشتې په ۲۵ ورځ له لښکرګاه ښار څخه موسی کلا ولسوالۍ ته پلي سفر وکړي.

د یاد حرکت غړي وايي داځل غواړي د وسله ‎والو طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو ته د سولې پیغام ورسوي.

د سولي ولسي حرکت غړی، زهیر احمد زنداني په دې اړه وايي:«یو کال مو د دولت تر واک لاندې سیمو کې مظاهرې وکړې او د خلکو ذهن د سولې لپاره چمتو کړ، اوس غواړو چې د طالبانو په سیمو کې هم خلک سولې ته وهڅوو، د اوربند او سولې پیغام وړو.»

همداراز د یاد بهیر بل غړی، قریب الرحمن زیاتوي:«دا زموږ پلی حرکت دی چې کابو ۵۰ تنه به وي خو نور خلک به هم راسره یوځای شي، او موږ پلي ځو، چې کابو لس ورځې وخت به ونیسي.»

موسی کلا ولسوالۍ ته له لښکرګاه ښار څخه د سولې ولسي حرکت ۵۰ تنه غړي ځي، خو دوی تمه لري چي د لاې په اوږدو کې به ورسره په ډېر شمېر کسان مله شي.

او د وسله والو طالبانو تر حاکمیت لاندي سیمو ته په سفر کولو سره د یاد حرکت غړي خوښ دي، دوی وایي باوري دي چې وسله‎وال طالبان به يې د فعالیت او سفر مخنیوی ونه کړي بلکي د سولې د پیغام په رسولو کې به هم ورسره مرسته وکړي.

د سولي ولسي حرکت ویاند، بسم الله وطن دوست وايي:«تمه ده چې طالبان راشي او زموږ سره کیني، له موږ سره خبرې وکړي، دوی هم د خپل زړه درد چې ورسره مخامخ شي دي، له موږ سره شریک کړي.»

د سولي ولسي حرکت غړی، ویس همکار زیاتوي:«طالبان هم زموږ خلک دي، او د همدې ټولنې دي، نو د سولې ولسي حرکت هم د خلکو لخوا راټوکېدلی دی، زه باور لرم چې دوی(طالبان) به هم کومه ستونزه نه جوړوي، ځکه دا حرکت د هېواد ګوډګوډ ته ولاړ او طالبانو کوم مزاحمت ونه کړ.»

د سولې ولسي حرکت تمه لري چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې به له ډېرو کسانو سره وویني او هغوی ته به کور په کور د سولې پیغام ورسوي، تر څو جګړه پای ته ورسیږي او سوله ییز ژوند پیل کړي.

د سولې ولسي حرکت غړي وايي داځل غواړي د وسله ‎والو طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو ته د سولې پیغام ورسوي

شریک یي کړئ