Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې ولسي حرکت غړو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې سفر پیل کړ

د سولې ولسي حرکت نږدې دیرش تنه غړو د یکشنبې پر ماښام (د غبرګولي په ۱۲مه)د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته ځانونه ورسول څو له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

د سولې ولسي حرکت غړي چې اوس د هلمند په شمال کې د نهرسراج له ولسوالۍ څخه تېر شوي او د موسی کلا ولسوالۍ اړوندو سیمو کې چې له تېرو څلورو کلنو راهیسې د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې ده، سفر ته دوام ورکوي.

د دغه کاروان غړي وايي، د سولې او د جګړې د پای ته رسېدو په اړه يې د افغان حکومت او بهرنیو هېوادونو له استازو سره خبرې کړې دي، خو دا ځل غواړي چې له طالبانو سره هم له نږدې وویني او همدارنګه د هغوی تر ولکې لاندې سیمو د اوسېدونکو د ژوند حالت له نړیوالو سره شریک کړي. 

د سولې ولسي حرکت غړی اقبال خیبر وویل:«د افغان دولت دروازو ته ورغلو، د نړیوالې ټولنې دروازي ته ورغلو،او یوه دروازه پاتې وه، هغه د طالبانو دروازه وه.نو اوس د دوی دروازې ته ور وروان یوو هلته له اولس سره وینو او حالت ته په کتو سره هیله لرو چې دوی هم راشي، لکه ولسمشر چې زموږ مخې ته راغلی او ګلان یې راته راوړه. او دوی هم باید همدا ډول وکړي.»

د سولې ولسي حرکت بل غړی غلام سرور هم وايي:«پر داسې یوې سیمې باندې قدم ږدم چې هلته یوازې او یوازې د طالب حاکمیت دی. د دې سیمې اولس تر اوسه چا نه دی لیدلی او نه چا اورېدلی دی، او نه هم طالب چا لیدلی دی او نه یی اورېدلی دی د سولې په اړه .او زموږ غوښتنه له طالب څخه دا ده چي د دغه عام اولس د دې دردېدلي اولس لپاره دې نور دایمي اوربند وکړي او سوله دې وکړي.»

د دغه کاروان غړي وایي له طالبانو سره لیدنه، او د دوی تر واک لاندي سیمو اوسېدونکو ته د سولې پیغام رسولو په موخه يې تر موسی کلا ولسوالۍ پلی تګ پیل کړی دی.

د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی ابراهیم جان وايي:«موږ خود له جګړې څخه ستړي یوو، ډېر تاواني کړي یې یوو، اوس خوشحاله يوو چې سوله وشي او جنګ ختم شي.» 

د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی سردار ولي څرګنده کړه:«پر موږ باندې ډېرې خوارۍ تېرې شوې دي، او ډېری قربانۍ مو ورکړې دي، نور نو ستړي یوو باید سوله وشي او موږ باید ارام ژوند ولرو.»  

کله چې د دغه کاروان غړي د طالبانو تر ولکۍ لاندې سیمو ته رسېږي، له څو ساعتونو وروسته طالبانو د یاد کاروان څلورته تنه غړي له ځانه سره بیولي دي.  

 پاچا خان مولا داد د سولې ولسي حرکت غړی د طالبانو له لوري د خپلو وړل شویو ملګرو په اړه وايي:«دوی د موسی کلا ولسوالۍ اړوند سیمو ته داخل شوي دي، او تر پنځلس کیلو متره پورې يې پلی تګ کړی دی د روژه ماتي پرمهال طالبان هم راغلي دي او د دوی سره يې یو ځای روژه ماتی کړی او تر هغه وروسته یې، طالبانو اقبال خیبر، بسم الله وطن دوست، غلام سرور غفاري او فرهاد عادل له ځان سره بیولي دي او نور يې په اړه هېڅ معلومات نه لرو.»

د سولې ولسي حرکت غړو د سولې د پیغام رسونې په موخه د پنجشنبې پر ماښام له لښکرګاه څخه موسی کلا ولسوالۍ ته پلی سفر پیل کړ.

د موسی کلا ولسوالی کابو ۱۱۰ کیلومتره لیرې د لښکرګاه ښار په شمال کې پرته ده، او په هلمند کې د طالبانو له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېږي.

دغه ولسوالۍ د څلورو کلنو راپدېخوا د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې ده.

شریک یي کړئ