Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې په خبرو اترو کې پېچلتیا پانګوال اندېښمن کړي

د سولې په خبرو اترو کې پېچلتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونه او پانګوال اندېښمن کړي او پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي چې د اوسني وضعیت له امله پانګوال پانګونې ته لېوالتیا نه ښيي.

پنځه‌لس کاله کېږي چې سید سلطان حسین موټر پلورنځی لري. دی وايي، موټرونه یې واردول او کار روزګار یې ښه روان و، خو په دې وروستیو کې خلک نه غواړي خپلې پیسې مصرف کړي.

موټر پلورونکی سید سلطان حسین میرزاده زیاته کړه:«دم‎ګړۍ خلک د اوبو پر (ځګ) کف دي ځکه چې څوک پانګونه نه شي کولای له بهره موټر نه شي واردولای، دلته چې څوک دي غریب او بېچاره او مسکین دي پانګوال تللي په بهر کې یې پانګونه کړې ده، دلته ځينې کسان شته چې یو او دوه موټر لري چې نه پلورل کېږي پنځه یا شپږ میاشتې پاتې کېږي د کورنۍ نفقه یې هم نه کېږي، کار او بار هېڅ نشته.»

بل لورته بیا د پانګونې لړۍ هم د پام وړ کمه شوې ده. د سوداګرۍ او صنایعو خونه ناامني او د راتلوونکي په اړه ناهیلي، د پانګونې د کمېدو اصلي علتونه ګڼي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مومند په دې اړه وویل:«پانګوال ډېر اندېښمن دي چې په افغانستان کې به څه حالت رامنځته شي، څه وضعیت به رامنځته شي، ایا د خلکو لپاره به د منلو وړ وي او که نه؟ د حکومت او امریکا له خوا د خلکو لپاره هېڅ ډاډ نشته دا چې څه به رامنځته شي، پانګونه یې کړې ده او د هغوی وارخطايي له دې امله ده چې خدای مه کړه په افغانستان کې ګډوډي نه شي، خلک د هغه زغم نه لري.»

د یو شمېر پانګوالو په خبره، په داسې حال کې چې هر کال په کور دننه د یو مېلیارد ډالرو په کچه پانګونه کېده، خو سږ کال دا شمېر کابو ۴۰۰ مېلیون ډالر و.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه څرګنده کړه:«خوشبنیي او د ځمکې لپاره تقاضا وینو، چې په دغو تېرو درې او یا څلورو میاشتو کې ۳۰۰ غوښتنې وې دا د دې ښودنه کوي چې د پانګونې بهیر په ځانګړې توګه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ځمکې وېش مخ په زیاتېدو دی.»

هغوی چې کمه پان‌ګونه کړې، هم د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي، او وايي چې کار او بار یې له ځوړ سره مخ دی.

پانګ‌وال غلام حسین زیاته کړه:«زما اندېښنه له اوسني وضعیت څخه ده، داسې یو سر ورکی دی، هېڅ هیله نشته یو سلنه هم نشته چې یوه میاشت او یا هم یو کال وروسته بدلون راځي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دننه د سرچینو له قوله، د طالبانو له رژیم وروسته تر درې کلونو مخکې هېواد کې تر ۱۳ مېلیارد ډالرو پانګونه شوې وه، خو په تېرو درې کلونو کې یوازې د درې مېلیارد ډالرو پانګونې ژمنه شوې ده.

شریک یي کړئ