Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې په تړاو د افغانستان او پاکستان د مشرانو ټلفوني خبرې

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ولسمشر غني چهارشنبې(د وږي په ۲۸مه نېټه) د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان سره د سولې او ټاکنو په تړاو خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېرو ټاکنو کې د تاوتریخوالیو کمښت کې د پاکستان ونډې ته په کتو یې له عمران خانه غوښتنه کړې څو د راتلونکو ټاکنو د امنیت په برخه کې همکاري وکړي.

همداراز د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان د ټلفوني اړیکې په ترڅ کې په کابل او پروان کې د بریدونو په تړاو ولسمشر غني سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده او ترڅنګ یې ژمنه کړې ده چې اسلام اباد به د افغانستان په ټاکنو کې د همکارۍ په برخه کې له ټول ټولو اسانتیاوو کار واخلي.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ بلې خبرپانې له مخې ولسمشرغني د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو ځانګړې استازې، فدریکا موګریني سره هم ټلیفوني اړیکه کې د ټاکنو، سولې بهیر او له افغانستانه د اروپایي ټولنې د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه وايي مېرمن موګریني په کابل او پروان ولایتونو کې د پرونیو تروریستي بریدونو لپاره خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د خبرپاڼې له مخې مېرمن موګریني د افغانستان د خلکو او دولت په مشرۍ او مالکیت د ټول شموله سولې پر ارزښت چې تلپاتې سولې او هوساینې ته لار برابروي، ټینګار کړی.

د خبرپاڼې له مخې، د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې ویلي د بل هر وخت په پرتله د ولسمشرۍ د ټاکنو ترسره کولو ته اړتیا ده.

همداراز ولسمشر غني ویلي سوله زموږ لومړیتوب دی، د افغانستان حکومت د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کار کوي او د شفافو او سرتاسري ټاکنو ترسره کول زموږ لپاره ځانګړی ارزښت لري.

 همداراز ولسمشرغني د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو ځانګړې استازې، فدریکا موګریني سره هم ټلیفوني اړیکه کې د ټاکنو، سولې بهیر او له افغانستانه د اروپایي ټولنې د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي

شریک یي کړئ