ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپانه کې راغلي دي چې ولسمشر نن(پنجشنبه د مرغومې په ۲۷مه نېته) له عمران خان سره پر ټلفون د سولې بهیر په تړاو خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي :«ږلسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن غرمه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې او همکاریو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.»
خبرپاڼه زیاوي ښاغلي غني د پاکستان لومړي وزیر د کابل د سفر بلنه هم ورکړې ده.
خبرپاڼه وايي:« په دغو تلیفوني خبرو کې ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزیر ته افغانستان ته د راتګ رسمي بلنه ورکړه. عمران خان د بلنې په منلو او د مننې په ویلو سره له جمهوررئیس څخه هیله وکړه چې په مناسب فرصت کې پاکستان ته رسمي سفر وکړي. »