د سوله غوښتنې کاروان غړو د درېیو ورځو لپاره د اسلام د څلورم خلیفه د مقبرې ترڅنګ خپلې د سولې غوښتنې خیمې ودرولې.
دوی وايي، هوډ لري څو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته هم ولاړ شي او له دې ډلې وغواړي چې له جګړې لاس واخلي. دوی هېواد کې جګړه ورور وژنه بولي.
د دې کاروان مسوؤل، اقبال خیبر په دې اړه وویل:«د افغانستان خلک په ټولییزه توګه وايي چې جګړه زموږ نه ده، خو د دې جګړې نشتوالی د پردیو دی.»
شریف الله په روانو جګړو کې خپل ورور له لاسه ورکړی او د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه ځای کوم چې اوس یې په یو شمېر سمیو کې جګړه روانه ده. د شریف الله، چې یو ښونکی هم دی، یواځنۍ هیله او ارمان یې په هېواد کې تل پاتې سوله ده.
د شریف الله لویه هېله هېواد کې د سولې تامین دی، دی وايي:«زه شاهد یم چې خلکو یوه ورځ د طالبانو او یوه ورځ د پولیسو جنازې خښولې، دواړه افغانان دي او دواړه د یو بل وروڼه دي.»
نوید د سوله غوښتنې کاروان بل غړی دی. هغه د حساب دارۍ له پوهنځي سند ترلاسه کړی. د جګړو له بدمرغو پایلو په اړه خبرې کوي او د تاوتریخوالو پر پای ټینګار کوي.«خلک له جګړې ستړي شوي دي، خلک تل بې ځایه او بیچاره کیږي. سلګونه کسان د یونان په سیندونو کې ډوب شول.»
یاده دې وي، د سولې کاروان غړو شاوخوا ۳۶ ورځې مخکې په لوڅو پښو له کابله د شمال پر لور حرکت وکړ. دوی په بېلابېلو ولایتونو کې له خلکو سره لیده کاته کړي او خپل پیغام یې ور رسولی دی. دغه کاروان اوسمهال د حضرت علي د مقبرې ترڅنګ خیمه وهلې ده.