Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شخړو د حل لپاره بلخ ته د لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر

ملي دفاع وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست اسدالله خالد او همدارنګه د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي نن سهار بلخ ته ولاړل، څو د پنجشنبې په ورځې د پېښې په تړاو مزارشریف کې له چارواکو، سیاستوالو سره لیده کاته او خبرې وکړي.

دغو دوو لوړپوړو امنیتي چارواکو د بلخ له والي او د عطامحمد نور له استازو سره د تړلو دروازو تر شا څه باندې یو نیم ساعت خبرې وکړې، خو د خپلو خبرو پایلې یې له رسنیو سره شریک نه کړې.

دغو دوو تنو امنیتي چارواکو همدارنګه د بلخ له پخواني والي او د جمعیت ګوند له اجراییه رییس عطامحمد نور سره هم ولیدل.

د ملي دفاع وزارت په وینا، دغه دوه امنیتي چارواکي به د دغه ولایت امنیه قومندانۍ ته هم ولاړ شي.

د پنجشنبې په ورځ بلخ کې څه پېښ شول؟

د بلخ ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چهارشنبې ماښام(د کب په ۲۲مه نېټه) عبدالرقیب مبارز بلخ ولایت ته راغلی تر څو د نوي امنیه قومندان په توګه معرفي شي، خو جمعیت اسلامي ګوند اجراییه رییس، عطامحمد نور وايي پخوانی امنیه قومندان له ده سره د دولت هوکړې له مخې ټاکل شوی او دوی نشي کولی پر ځای یې بل څوک معرفي کړي.

همداراز له سیمې راپورونه وايي وروسته له غرمې کابو درې بجې امنیه قومندانۍ ته نېږدې ډزې شوې دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست، نصرت رحیمي وايي یو شمېر غیر مسوولو وسله والو د نوي امنیه قومندان د معري کېدو مخه نیوله چې ۲۵ تنه یې نیول شوي دي.

دی وايي په نښته کې یو افغان سرتېری ټپي شوی دی.

ښاغلی رحیمي وايي اوس مهال سیمه کې حالت عادی دی، او د نیول شویو کسانو د پېژاند په اړه چې په چا پورې تړاو لري، وروسته له رسنیو سره مالومات شریک کړي.

یو شمېر سرچینې په ډزو کې د یوه سرتېري له وژل کېدو خبر ورکوي.

اوس مهال افغان ځانګړې ځواکونه د بلخ امنیه قومندانۍ ته نېږدې ځای پر ځای شوي دي او د نوی امنیه قومندان د معرفي لپاره تابیاوې نیول شوې دي.

د بلخ ولایت سیمه‎ییز چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته ډېر جزییات نه دي ورکړي. د بلخ د والي ویاند وايي چې د قومي مشرانو، د حکومت استازو او ولایتي شورا غړو ترمنځ خبرې روانې دي.

 د کورنیو چارو وزارت وايي د بلخ ولایت په مزارشریف ښار، شولګرې، بلخ، چمتال او زارع ولسوالۍو کې امنیتي حالت د اندېښنې وړ وو، نو ځکه یې تازه امنیه قومندان په دنده وګماره.

په همد حال کې د مزارشریف اوسېدونکي د حکومت او عطامحمد نور ترمنځ دراپورته شویو ناندرو په اړه  اندېښنه لري.

اوس مهال د مزار شریف ښار یو شمېر سیمو پوځي حالت خپل کړی او په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه ده.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د بلخ ولایت د خلکو د امنیت تامین لپاره به شپه او ورځ هڅه وکړي.

د دفاع او کورنیو چارو سرپرستانو د بلخ له والي او د عطامحمد نور له استازو سره د تړلو دروازو تر شا څه باندې یو نیم ساعت خبرې وکړې.

شریک یي کړئ