Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شېرخان فرنود خاورو ته سپارل د طب عدلي د څېړنو له امله وځنډېد

د کابل بانک پخواني مشر شېرخان فرنود کورنۍ او خپلوان وايي چې د ښاغلي فرنود مړی عدلي طب ته استول شوی او داسې انګېرل کېږي چې ژر به خاورې ته ونه سپارل شي.

شېرخان فرنود، د جمعې پر کهیځ د بګرام په زندان کې ومړ. که‎څه هم ملي دفاع وزارت وايي چې هغه د زړه ناروغۍ له امله ساه وکړه، خو د ښاغلي فرنود کورنۍ وايي چې هغه د زړه ستونزه نه لرله.

د شېرخان فرنود مشر ورور شیرین خان فرنود د خپل ورور ناڅاپي مړینې اندېښمن کړی او وايي، حکومت دې دا موضوع په جدی توګه وڅېړي.

هغه زیاتوي، د فرنود د مړینې په اړه ورته هېڅ راز مالومات نه ده رسېدلې:«له ورور سره مې یوه ورځ مخکې خبرې وکړې؛ جوړ وه او دا چې اوس مړ شوی حکومت پوهېږي موږ څه پوهېږو چې څه وشول؟»

په ورته وخت کې د شېرخان فرنود وراره په بګرام زندان کې د سهار چای خوړلو وروسته د فرنود د مړینې اوازه نه ردوي خو وايي، تمه لري  چې د عدلي طب د ارزونو پایلې رابرسېره شي.

د شېرخان فرنود وراره شاه خان شېرزاد په دې اړه وویل:« د موږ د بګرام په زندان کې له چارواکو داسې اورېدلي دي، خو اوس داسې ویلای نه شم ځکه چې واقعیت مالوم نه دی.»

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وايي چې د شېرخان فرنود د مرګ دلیل به تر یوې اوونۍ روښانه شي.

هغه زیاته کړه:«له مړي نمونه او بېلګه اخیستل شوې، او دا بېلګې به له معیاري ماشینونو څخه په ګټنې وارزول شي او تر یوې اوونۍ به د دغو څېړنو پایلې مالومې شي.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه په سختو شرایطو کې په بګرام زندان کې د شېرخان فرنود ساتنه ناعادلانه بولي او وايي، دغه کار به پر حکومت د خصوصي سکټور بې باوري نوره هم زیاته کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرايي رییس عتیق الله نصرت څرګنده کړه:«دا کسان باید په یوه ملکي بندخونې کې ساتل کېدای نه په یوه پوځي زندان کې چې په هغه کې شرایط ډېر ستونزمن دي.»

شېرخان فرنود په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې لومړنی خصوصي بانک د کابل بانک په نوم جوړ کړ. خو د بانک د مشهورتیا په لړ کې په ۲۰۱۰ م کال کې د مرکزي بانک له لوري یې د سقوط اعلان وشو.

یاده دې وي، په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د کابل بانک د پرځېدو د عاملینو محاکمه پیل شوه چې شېرخان فرنود په پنځه کاله بند محکوم شو خو په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې ولسمشر غني بیا د کابل بانک د دوسیې د څېړلو حکم وکړ چې محکمې دا ځل فرنود د پیسو مینځلو او بډو په جرم په لس کاله بند او ۳۳۴ مېلیو ډالرو په ورکولو محکوم کړ.

شریک یي کړئ