Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو استازو له اندونیزیايي چارواکو سره لیده کاته کړي

په قطر کې د طالبانو دفتر وايي چې د دغې ډلې یو پلاوی په دې وروستیو کې په اندونیزیا کې د دغه هېواد له چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی د دغه دفتر د رییس شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د یکشنبې په ورځې اندونیزیا ته ولاړ او تر چهارشنبې هلته وه.

خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د طالبانو پلاوي د دغه سفر په لړ کې د اندونیزیا له مرستیال محمد یوسف کالا، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر ریټنو مارسوډي او د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي حامد اول الدین سره لیده کاته کړي دي.

په دغې لیدنه کې، د سولې د بهیر او همدارنګه له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د بهر کېدو په اړه خبرې اترې شوي دي.

د خبرپاڼې پر حوالې، په دغې لیدنه کې له اندونیزیا سره د طالبانو د اړیکو په اړه هم خبرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د غوايي میاشت کې د افغانستان، پاکستان او د اندونیزیا د دیني علماوو د غوندې د اندونیزیا په کوربتوب ترسره شوې وه.

په دغې غونډه کې که‎څه هم طالبانو ګډون نه وی کړی، خو د رپوټونو پر بنسټ، د طالبانو استازو له غونډې مخکې اندونیزیا ته سفر کړی وه. ویل کېږي چې دا لیدنه د دیني علماوو د غونډې په اجنډا کې د بدلون په منظور وه.

اندونیزیا کې د علماوو په غونډه کې، افغانستان کې جګړه ناروا وبلل شوه.

شریک یي کړئ