Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې به تر راتلوونکو دوه اوونیو پیل شي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې ټاکل شوې ده د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې به تر راتلوونکو دوه اوونیو پیل شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه وزارت د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو لپاره د پنځلس کسیز پلاوي د تعیین لپاره کار او سلامشورې پیل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي:«د افغانستان اسلامي جمهوري او د طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو د پیل لپاره د دولت د هڅو په لړ کې، دا مذاکرات به د دوه راتلوونکو اوونیو کې پیل شي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت له دخیلو لورو سره د پنځلس کسیز پلاوي د ګومارنې لپاره سلامشورې پیل شوې دي او اوس د مرکچي پلاوي د نوملړ د وروستي کېدو په حال کې دی.» 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت، همدارنګه ویلي چې د پلاوي غړي به د دوحې ناستې ګډونوالو او همدارنګه متخصصو او مسلکي کسانو له ډلې غوره کړل شي.

له دې سره هم‎مهاله، دا وزارت په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي غوښتونکی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له څو ورځو په کابل کې دی او د حکومت له مشرانو سره، د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل د څرنګوالي په اړه په خبرو بوخت دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوې خبري غونډه کې وویل چې ټاکل شوې ده زلمی خلیلزاد د اوږدې مودې لپاره په کابل کې پاتې شي او د حکومت له مشرانو سره د مرکچي پلاوي د جوړېدو په اړه خبرې اترې کوي. 

سلام رحیمي وايي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پنځلس کسیزه مرکچي پلاوي د ګومارنې په اړه کار او سلامشورې پيل کړې دي.

شریک یي کړئ