د امریکا د «ان بي سي» ټلوېزیوني شبکې د درېیو طالب قومندانانو له قوله لیکلي چې د طالبانو څلور سیاسي مشرانو تراوسه څو ځله له امریکايي چارواکو سره لیدلي او خبرې يې سره کړې دي.
دوی وايي، دا خبرې په کابل، دوحه، عرب متحده اماراتو کې ترسره شوې دي او په هره غونډه کې د طالبانو څلور استازو له پنځو امریکایي چارواکو سره ګډون کړی دی.
دغه شبکه لیکي چې طالب قومندانانو د روسیې، چین او عربي هېوادونو د استخباراتو له وېرې په دې لیدنو کې له بېلابېلو تګلارو کار اخیستی ترڅو ونه پېژندل شي او حتا د خبرو اترو اطاق ته نه تلل.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د بندیانو راکړه ورکړه او همدارنګه د هېواد د راتلونکي په اړه د پرېکړې نیولو لپاره افغانانو ته د اجازې ورکړه هغه غوښتنې دي چې د طالبانو د دغو قومندانانو په وینا چې مشرانو یې له امریکايي چارواکو سره د لیدو پر مهال مطرح کړي دي.
له دې مخکې نیوریارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی وو چې د امریکا ولسمشر د دغه هېواد له ډيپلوماټانو غوښتني چې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو لارې ولټوي.
خو د سولې عالي شورا هر ډول خبرې چې بین الافغاني نه وي بې ګټې بولي.
د سولې عالي شورا د دارلانشا رییس محمد اکرم خپلواک په دې اړه وویل:«کهچېرې دا مذاکرات د خپلو افغانانو ترمنځ ونه شي او کهچېرې د افغانانو په استازیتوب بل څوک مذاکره وکړي هغه مذاکره او سوله کومه پایله نه لري.»
له دې سره جوخت، ځينې کارپوهان هم په دې باور دي چې د سولې خبرې اترې باید د کورنیو لارو چارو
له مخکې ترسره شي.
د مشرانو جرګې غړی کل احمد عظیمي په دې اړه څرګنده کړه:«کهچېرې امریکا د افغانستان له وسلهوالو مخالفینو سره په نېغه مذاکره پیل کړي د افغان حکومت او د افغانستان د خلکو شتون تر پوښتنې لاندې راځي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې، د حکومت او طالبانو ترمنځ د لوی اختر په ورځو کې د اوربند احتمال هم مطرح شوی. اوس د ولسمشر ویاند وايي چې دواړه لوري اوربند ته لېوالتیا لري.