Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو له بهر کېدو وروسته غزني ښار ته د خلکو بېرته تګ

دولتي ځواکونو د غزني ښار ځینې سیمې بېرته ولکه کړې دي او دې سیمو ته د خلک تګ راتګ عادي شوی دی.

د طلوع نیوز خبریال تمیم حمید چې نن غزني کې وو، وايي لاهم په غزني کې د سختې جګړې نښې لیدل کېږي.

د غزني امنیه قوماندان بیا وایي اوس نو د غزني ښار کې چاڼیز عملیات روان دي.

د جګړې نښې لا تازه دي! په تېره بیا د ښار په هغو برخو چې د جګړو د لومړیو کرښو په توګه بلل کېږي.

هغه څه چې خلک یې د ښار په مرکز کې د دولتي ادارو د شتوالي له امله ګڼي.

د غزني ښار یو تن اوسېدونکی په دې اړه وايي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې دننه په ښار کې دولتي تاسیسات دې نه وي په دې ځای کې پنځه تر شپږو شرکتونه دي چې د هغه په نېږدې واټن کې د ورځې جګړې دوام درلود.»

د ریکشا یو چلوونکی موږ طلوع نیوز ته وايي چې د سې شنبې پر ورځ په دې وتوانېده؛ چې له کوره راووځي او تر ډېره هم هغه کسان لېږدوي چې هڅه کوي د خپلو خپلوانو او یا هم جایدادونو له وضعیت نه خبر شي.

یو ډاکټر چې په غزني کې د دولتي ځواکنو د تجهیزاتو د لویې زېرمې تر څنګ اوسې وایي چې دا زېرمه څو ساعته په اور کې سوځېده.

هغه وویل:«دروازه موهېڅ نه شوای پرانیستی. که پرانیستې مو وای په مرمۍ یې ویشتلو.»

د خلکو په وینا په دې څو ورځو کې طالبان په ښار کې دننه په ځينو جوماتونو کې هم ځای پر ځای شوي وو.

د دویمې حوزې په یوې برخه کې یو له همدغو جوماتونو د بهرنیو ځواکونو د جنګي الوتکو له لوري په نښه شوی دی.

کوم بوی چې له دې ځای پورته کېږي دا ښکاري چې لا هم تر دغو کنډوالو لاندې مړي پاتې دي.

 په غزني کې د جګړې نښې؛ په دغه ښار کې له تاوتریخوالیو د خورا ډکو وروستیو ورځو ښودنه کوي.

دولتي ځواکونه هم دا هرڅه تاییدوي.

د غزني ولایت د امنیه قومندان فرید احمد مشعل په دې اړه وویل:«دښمن خپل جنازې او مړي ټولای نه شوای. یوازې د عبدالله کلي په مدرسه کې دم‎ګړۍ له پنځه سوله نه تر شپږ سوو د هغوی (طالبانو) مړي دي پراته دي... موږ په ویاړ سره وایوو چې د هغوی (طالبانو) مړي تر ټانګونو لاندې کړي او د هغوی مړي هلته لوېدلي دي.»

اوس مهال په غزني او ددې ښار په شاوخوا کې چاڼیز عملیات دوام لري.

په غزني کې جګړې د پنجشنې په نیمه شپه پېل شوې او د جمعې ورځې تر غرمې د دغه ښار یو شمېر برخې د طالبانو لاسته ولوېدې.

د جګړې نښې لا تازه دي! په تېره بیا د ښار په هغو برخو چې د جګړو د لومړیو کرښو په توګه بلل کېږي. د غزني امنیه قوماندان فرید احمد مشعل بیا وایي اوس نو د غزني ښار کې چاڼیز عملیات روان دي.

شریک یي کړئ