Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو له همکارۍ سره د دشت ارچي له مدرسې د خبریالانو لیدنه

د طلوع نیوز خبریال کریم امیني په ګډون د خبریالانو یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ، د طالبانو له همکارۍ سره د دشت ارچي مدرسې ته چې د افغان هوايي ځواکونو له خوا په نښه شوې وه ولاړل.

دا لیدنه د طالبانو د ویاندوی ذبیح الله مجاهد په واسطه تنظیم شوې وه او له دغه کار سره خبریالان وتوانېدل د هوايي برید له سیمې لومړی لاس انځورونه ترلاسه کړي.

د خبریالانو او طالبانو ترمنځ له ټلېفوني اړیکو وروسته، هغوی وتوانېدل د چهارشنبې پر کهیځ دغې سیمې ته چې کابو ۲۰ کیلومټره له ښاره واټن لري ورسېږي.

له کندوز ښاره ۲۵ کیلومتره لیرې د پاخه سړک په پای کې د طالبانو تر واک لاندې سیمه پېلېږي.

د طلوع نیوز خبریال کریم امیني وايي چې د دشت ارچي دفتاڼیو کلي ته چې په دغې سیمه کې پر یوه دارالعلوم د ملي اردو له‎خوا هوايي برید وشو باید څه باندې دیرش کیلومتره د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې سفر وکړو.

په دې ځای کې ډېری کورونه تش دی او ځای ځای د جګړې او ورانۍ بېلګې ترسترګو کېږي، د دشت ارچي دا برخې له ډېرو کلونو راهیسې د دولت له واکمنۍ بهر دي.

کریم امیني وویل چې خبریالان د طالبانو د رسنیز استازي هارون په واسطه، د کندوز تش په نامه د والي مرستیال ملا شاکر ته د دفتانیو کلي ته بیایي.

امیني زیاتوي چې کابو له یوه ساعته وروسته د پېښې ځای ته نېږدې د طالبانو یوه اصلي مرکز ته رسېږو، په دغه سیمه کې له یو شمېر طالبانو او د دوی له مشرانو سره مخامخ کېږو.

 له هغې وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او رسنیو څو مسوولین موږ تر هاشمیه عمریه دارالعلوم پورې رسوي.

لومړی توغندی په وروستۍ لیکه او د شاهدانو په وینا د ماشومانو په منځ کې لګېدلی دی.

د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې په سلګونه دیني عالمان او د ماشومانو په ګډون د سیمې اوسېدونکي له دارالعلوم څخه بهر د قران کریم د حافظانو د دستاربندۍ او فراغت په مراسمو کې د ګډون لپاره راغونډ شوي وو.

خو د ویناوو پرمهال د ملي اردو چورلکو پر دغه سیمه برید وکړ.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دوه پوځي چورلکو لږ تر لږه څلور توغندي توغولي. هغوی وايي یو توغندی پر هغو کسانو چې د دغې غونډې په شا کې ناستو وو لګېږي چې د هغوی په منځ کې ماشومان هم وو.

هغوی زیاتوي چې بل توغندی د ښوونځي په دېوال لکېږي، درېیم هم په یوه کور او څلورم د یوه بل کور پر دېوال لګېږي.

چې یوه کار له غونډې کابو ۱۰۰ مټره لیرې وه.

ښاغلي امیني ته همدارنګه ویل شوي چې دغو دوو چورلکو د توغنديو له توغولو وروسته کابو ۱۰ دقیقې ډزې کړې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې خلک هم د هوايي برید او هم د ډزو په پایله کې ټپیان شوي دی.

د پېښې یو شاهد وايي:«همدا چې ما د خپل د زوی او د علماوو غم خواړه ... زه د دېګیو سرپرست وم. له دې ځایه چې ووتم هېڅوک نشته. ټول مړي پراته وو.»

یو بل اوسېدونکي هم وویل:«کله چې د جومات انګړ ته ننوتم، کله چې متوجه شوم، چورلکه یوه برخې بېرته راغله او ډزې یې پیل کړئ. الوتکه لیرې ولاړه نه، په لومړۍ راتګ کې راتواه شوه او انداخت یې پيل کړ.»

مولوي ممتاز چې حکومت هغه د طالبانو لوړپوړی قومندان معرفی کړی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې ټپي شوی ځان د نوموړي دارالعلوم ښوونکی راپېژني او د غونډې په اړه داسې وايي:«دا د طالبانو سیمه ده په دې کې شک نشته. خو زموږ جلسات زموږ د مراسمو په اړه په بشپړه توګه ملکي دي.»

محمدنصیر او فیض الله له دغه بریده روغ پاتې شوي او وايي د توغندي د لګېدو له ځایه یوازې څو متره لیرې ناست وو، که څه هم محمدنصیر لږ ټپي شوی هم دی.

ښاغلی امیني وايي کله چې د دغه کلي به مرکز کې وو د چهارشنبې په ورځ کابو نیمې هټۍ تړلې وې. او په دغه کلي په مرکز کې د طالبانو درې بیرغونه رپېدل.

دفاع وزارت د سې‎شنبې په ورځ داسې انځورونه خپاره کړل چې د دغې پېښې څو ساعته مخکې شېبې ښيي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په یوې خبري ناسته کې وویل هغو چورلکو چې دغه بریدونه ترسره کړي هلته یې پر خلکو ډزې نه کړي بلکې پر طالبانو یې ډزې کړي.

له دې سره سره حکومت وايي د طالبانو پر یوه غونډه یې برید کړی او په هغې کې د دې ډلې د قومندانانو په ګډون کابو ۲۰طالبان او د کوټې شورا څو غړي وژل شوي دي.

خو له هغې وروسته، کله چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ډېر رپوټونه خپاره شول، ولسمشر غني د دغې پېښې د څېړنې لپاره پلاوی وګماره. هغه په دغه پلاوي کې لوړپوړي چارواکي شامل کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوي اعلان کړ چې د دغې پېښې د څېړنې لپاره یې یوه ډله ګمارلې ده.

د حکومت په وینا په دغه هوايي برید کې ۵۰ طالبان وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ