Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عطامحمدنور د وراره او امان الله ګذر د زوی ترمنځ نښتې

د بلخ ولایت سیمه‎ییز چارواکي تایدوی چې د حیرتانو د کمیسار او  ملي امنیت د مدیر ترمنځ نښته کې یو کس ټپي شوی دی.

دا نښته تېره شپه) یکشنبه د وږي ۲۵( شوې او کابو لس دقیقې یې دوام کړی دی.

د حیرتانو کمیسار، حبیب الله ګذر د یوه تن ټپي کېدل تائيدوي، خو دا چې ټپي کس څوک دی، مالومات یې نه دي ورکړي.

ښاغلي ګذر د نښتو لامل هم نه دی څرګند کړی.

خو له ډېرو هڅو سره سره د حیرتانو بندر د امنیت مدیر، سیعد محمد نور د نظر په ترلاسه کولو بریالي نشوو.

په همدې حال کې د بلخ ولایت د پولیسو ویاند دا  پېښه د سرحدي او  ملي امنیت بنسټونو  پورې اړونده موضوع بولي.

ویل کېږي چې د حیرتانو بندر کمیسار، حبیب الله ګذر د جمیعت د پخواني قومندان، میر امان الله ګذر زوی او  سعید محمد نور د اسلامي جمیعت د اجرائیه رئیس، عطامحمد نور وراره دی.

د بلخ د پولیسو ویاند، شېرجان درانی د دواړو لوریو ترمنځ نښتې تائیدوي، خو په اړه یې جزئیات نه ورکوي

شریک یي کړئ