Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د علماو شورا ریيس: فساد په هېواد کې د جګړې او ورانیو لامل دی

کابل ته د دولتي ادارو په مرسته د دیني علماو یوه ډله د دوه ورځنۍ ناستې په ترڅ کې سره راټوله شوې او په ګډه د اداري فساد د مخنیوي لاره چاره لټوي.

دا ناسته چې د «فساد پر ضد د منبر غږ» تر نامه لاندې جوړه شوې وه، کابو سلو دیني عالمانو په کې ګډون کړی وه.

د علماو شورا رئیس، قیام‎الدین کشاف اداري فساد د افغانستان د وروسته پاتې والي لامل اصلي لامل بولي او په مخنیوي کې یې د ممبر له لارې د علماو مبارزه خورا مهمه ښيي.

دی زیاتوي:«زموږ اکثره ادارې فاسدې دي، بلکې ټولې فاسدې دي او د فساد بېلابېل ډولونه په کې موجود دي.»

غونډې ته په وینا کې د هېواد لوی څارنوال فساد د جګړې، تاوتریخوالي، بې کارۍ او لوږې لامل ګڼي او پر خلکو یې غږ وکړ چې ، د فساد په مخنیوي کې د لویې څارنوالۍ د هڅو ملاتړ وکړي.

لوی څارنوال، فرید حمیدي زیاتوي:«دا کنفرانس د سولې لپاره نه دی، دا کنفرانس افغانستان کې د فساد پر ضد د دوامدارې او پرېکنده مبارزې لپاره رابلل شوی، د فساد په موجودیت کې سوله ممکن نه ده، که د فساد مخه ونه نیسو، فساد به زموږ د ملت ریښې وچې کړي.»

خو یو شمېر دیني عالمان بیا په دې باور دي چې اداري فساد یوازې په شعارونو له منځه نه ځي، نه یې هم د علماو تبلیغ مخه نیولی شي، بلکې حکومت دې د فساد د ورکولو لپاره کلکه اراده پیدا کړي.

د علماو شورا غړی، قاسم حلیمي وايي:«مفسد خلک عبادت هم کوي، د خپګان ځای دی چې بیا د فساد په پیسو حج و عمرې ته هم ځي او د فساد پر ضد بیا په همدغې خوله خبرې هم کوي.»

د شیعه مذهب عالم، واعظي زاده بهسودي وايي:«نه د حکومت خاطر کوي، نه د علماو، نه د رسول الله خاطر کوي نه د دین خاطر کوي، راشئ چې د خپل هیواد ابرو پر ځای کړو، د علماو ابرو پر ځای کړو، د خپلو واکمنو ابرو پر ځای کړو، راځئ ټول له دې وضعیته وباسو.»

ټآکل شوې چې د دې ناستې دویمه ورځ به ارګ کې وي او د غونډې د بحثونو پایله به یې په اعلامیه کې خپره کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د نړیوالو سازمانونو په لیست کې له دریو په فساد ککړو هیوادونو څخه یو دی.

این در حالی است که بربنیاد یافته‌های سازمان‌های جهانی، افغانستان یکی از سه کشور آلوده به فساد در جهان است.

شریک یي کړئ