د لیندۍ په څلورمه کابل کې د قومندان علي پور د نیولو په غبرګون کې د لاریونوالو له خوا دیارلس ویجاړې او سوځول شوې پوستې چې نهه یې د پولیسو او درې یې د ملي پوځ دي لاهم رغول شوې نه دي.
د کابل اوسېدونکي پولیس د ښار د امنیت تامین او نظم مسوول بولي او د هغوی چارواکي د دغو پوستو د بیارغونې په وړاندې بې پروا بولي.
خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغو پوستو د بیارغونې کار به ډېر ژر پیل شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه وویل:«موږ په شدت سره کارکوو چې دغه ودانۍ یا پوستې بیاورغول شي، څو بېرته خپله بڼه غوره کړي، خو وخت ته اړتیا ده.»
د دغو پوستو هر پولیس دلته د ورځې څلور تر اتو ساعتونو د امنیت د تامین دنده لري.
یو له دغو پولیسو وايي:«موږ هره ورځ دلته یوو تر هغې چې زموږ وار را نه شي موږ نه ځو.»
د ملي اردو د یوې سوځول شوې پوستې سرتېري او افسران د جلب او جذب په برخه کې کار کوي.
د افغانستان د ځوانانو د سولې بهیر مشر احمد ضیا په دې اړه وویل:«امنیتي کمربندونه سوځول شوي په یوه بد حالت کې دي او دا نور هېوادونو ته یو ډېر خراب دود ورښيي باید ژر تر ژره جوړ کړل شي.»
د سیمې اوسېدونکي وايي هغه سرتېري چې د شپې پیره کوي؛ د ځمکې پر سر کاغذ او نورو کارول شویو څيزونو څخه ځانته اور بلوي .
د علي پور پلویانو له خپلو لاریونونو یوه ورځ وروسته ویلي وو هغه امنیتي پوستې به بېرته ورغوي چې ورانې کړې یې دي.
خو تر اوسه د دغو پوستو د بیارغونې لپاره نه حکومت او نه هم د علي پور پلویانو کوم کار کړی دی.