د غزني ولایت ځايي چارواکو نن (پنجشنبې د وږي په ۲۳ مه) وايي چې د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندان محمد اسحاق جلیلي له خپل یوه ساتونکي سره په دغه ولسوالۍ کې د واټ تهڅېرمه د ماین په چاودنه کې ووژل شول.
چارواکو زیاته کړه چې دغه چاودنه نن ګیهځ هغه مهال رامنځته شوه چې ښاغلی اسحاق د خپل کاري دفتر په لور روان وه او لېږدونکی موټر یې د واټ تهڅېرمه ماین سره برابر شو.
چارواکو په دې اړه ډېر جزئیات وړاندې نه کړل.
د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.