امنیتي چارواکو ویلي دي چې د غورماچ ولسوالۍ د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ نن پنجشنبې د ورځې د۰۳:۴۰بجو په شاوخوا کې د طالبانو له ولکې څخه بهر شوه.
په فاریاب ولایت کې د ملي پوځ ویاند او د عامه چارو آمر محمد رضا رضايي وايي چې د پنجشنبې پر سهار د ملي اردو په مشرۍ او د ملي پولیسو او ملي امنیت په ګډون او د چورلکو په ملاتړ د غورماچ ولسوالۍ د مرکز د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل.
د ښاغلي رضايي په وینا د غورماچ ولسوالۍ مرکز له دوو میاشتو راپه دې خوا د طالبانو په کنټرول کې ووه او طالبانو د دغې سیمې د نیولو پر مهال د پولیسو قومندان او دیارلس سرتېري هم وژلي وو.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د دغې ولسوالۍ په درې سیمو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.
په دې اړه مو اندونه