Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فاریاب په پښتون‎کوټ کې ۴۰تنه کمانډو د طالبانو لخوا کلابند شوي

د فاریاب ولایتي شورا یو غړی وايي چې څلویښت تنه کمانډو د پښتون‎کوټ ولسوالۍ په سرحوض سیمه کې د طالبانو لخوا کلابند شوي دي.

صبغت‎الله سېلاب ګواښ کوي که دې ځواکونو ته مرسته ونه رسیږي نو ښایې د طالبانو لاسته ولوېږي.

د ولایتي شورا دا غړی د سرحوض سیمه د طالبانو لپاره مهمه بولي او وايي چې دا ډله هڅه کوي تر څو ځانونه سربند سیمې ته ورسوي.

دی زیاتوي:«تيره شپه یې بله لار چې د یکه‎توت او سرحوض ترمنځ ده، وتړله او څلویښت تنه کمانډویې ځواکونه د اوبو او خوړو نشتوالي له کبله د دوی په کلابندۍ کې دي.»

په همدې حال کې اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله هم په فاریاب ولایت کې د امنیتي حالت په اړه اندېښنه لري او له مسوؤلو بنسټونو غوښټنه کوي تر څو ورته پام وکړي.

ده څرګنده کړې:«په سر حوض سیمه پر ځواکونو چې مقاومت یې کړي فشارونه زیات دي او په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت پام غواړو.»

خو د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري څرګندوي چې په فاریاب کې عملیات روان دي.

دی وړاندې وايي:«موږ هلته عملیات درلودل او ښه هم روان دي، او ښې لاسته راوړنې مو درلودي.»

د فاریاب ولایتي شورا یو غړی ګواښ کوي که دې ځانګړو ځواکونو ته مرستندویه ځواک ونه رسیږي، نو وېره شته چې د طالبانو په لاس اسیر شي

شریک یي کړئ