Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فراه مرستیال والي: طالبان د فراه ښار شاو خوا کې ځای پرځای شوي

که‎څه هم په فراه کې حکومتي چارواکي تراوسه هم، په دغه ولایت کې د طالبانو له ناتوانۍ خبرې کولې، خو اوس هغوی په فراه ښار کې د جګړې په مدیریت او له ترهګرو سره په مبارزه کې د خپلې له ناکامۍ خبرې کوي.

د فراه مرستیال والي محمد یونس رسولي وايي چې امنیتي ځواکونو ته په یوې وروستۍ میاشت کې بې مخینې مرګ ژوبله اوښتې ده او طالبان توانېدلي دي چې ځانونه د فراه ښار تر شاوخوا راورسوي.

هغه زیاتوي:«اوس‎مهال امنیتي ځواکونه د ترهګرو د ځپلو لپاره هېڅ ډول خوځښت نه‎لري. او زموږ د ځواکونو دفاعي حالت هم په بشپړه توګه نېمګړی دی؛ یوازې په تېرې یوې اوونۍ کې څه باندې ۵۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.»

د فراه د ولایتي شورا یو شمېر غړي او اوسېدونکي وايي طالبان د فراه ښار یو شمېر سیمو ته رسېدلي او امنیتي ځواکونه غواړي خپل ژوند خوندي وساتي.

د فراه د ولایتي شورا غړې جمیله امیني وايي:«تېره کال طالبانو د فراه له ښار څخه بهر حضور درلود، خو اوس طالبان د فراه ښار ته را ننوتي دي او دننه په ښار کې جګړه دوام لري.»

د فراه یو تن اوسېدونکی عبدالستار حسیني زیاتوي:«۸۰ سلنه فراه د طالبانو په لاس کې دی او ۲۰ سلنه نور هم په بشپړه توګه د ګډوډۍ په حال کې دی او دا کار د فراه د خلکو د جدي اندېښنې لامل شوی دی.»

د فراه د امنیه قومندانۍ د امنیت امر ګل بهار مجاهد هم د دغه ولایت پر وړاندې جدی ګواښونه مني.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«طالبانو خپل ټول توان په کار اچولی ترڅو د ښار او یا ولایت د ځينو برخو له پرځېدو سره، بهرنیو  استخباراتي بنسټونو ته لاسته راوړنې ولري.»

اخوا د ملي دفاع وزارت په دغه ولایت کې د ځانګړو ځواکونو له عملیاتو خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي:«زموږ امنیتي ځواکونو د فراه له ښار څخه بهر د طالبانو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي او موږ طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.»

ویل کېږي اوس‎مهال طالبان د فراه ښار په شمالي برخه کې ځای پر ځای شوي او دغه کار د فراه‎والو اندېښنې راپارولې دي.

شریک یي کړئ