د ولسمشر اشرف غني یو له سلاکارانو فاضل فضلي د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۷ مه) په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکي چې لویې څارنوالۍ د هېواد د فوټبال فډراسیون د رییس کرام الدین کریم په ګډون د دغه بنسټ د شپږو تنو دندې ځنډولې دي.
بلخوا د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم، تخنیکي مرستیال یوسف کارګر، سکرتر جنرال علي رضااقازاده، د ولایتونو د اړیکو مسوول صبور ولي زاده او د فوټبال فدراسیون د ګول ساتونکو مسوول نادر عالمي دندې ځنډول شوې دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي طلوع نیوز ته وویل:«د هېواد د فوټبال فډراسیون کې د فوټبال ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې د ادعا څېړونکي پلاوي د عدالت تامین او د تحقیق پروسه کې د اخلال مخنیوي لپاره پرېکړه وکړه څو د فډراسیون د رییس، د فډراسیون د مرستیال، همدارنګه د فډراسیون د سکرټر جنرال او د ګول ساتونکو کمېټې د مسوول او د ولایتي اړیکو د مسوول دندې وځنډوي، او قضیه د څېړونکي پلاوي له خوا په جدي توګه څېړل کېږي، د عدالت او انصاف په روښنايي او د شواهدو پر بنسټ چې زموږ د همکارانو واک ته ورسېږي په دې اړه به وروستۍ پرېکړه هم وشي.»
له دې وړاندې لویې څارنوالۍ اعلان کړی وه چې د فوټبال د فډراسیون له لوري د فوټبال د ځينو ښځينه لوبغاړو د جنسي او فېزیکي ځورونې تورونه به وڅېړل شي، خو د فډراسیون رییس دغه تورونه رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبغاړې خالدې پوپل چې اوس په ډنمارک کې ژوند کي دا تورونه یې د هېواد د فوټبال فډراسیون پر غړو لګولي وو.
د هېواد د فوټبال د ښځينه لوبډلې پخوانی غړې خالده پوپل وايي:« هغه ننګونه چې تل زموږ د لوبغاړو په وړاندې وه، د مسوولینو، روزونکو او هغو کسانو له خوا جنسي ځورونه وه چې د افغانستان د فوټبال فډراسیون د استازو په نامه تمریناتي کمپونو ته راتلل.»
د هېواد د فوټبال دغه پخوانۍ لوبغاړې د بېلګې په توګه په دوه زرو شپاړسم زیږدیز کال کې په اردون کې د تمرینونو پر مهال د هېواد د فوټبال ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې یادونه کوي.
د هېواد د فوټبال فډراسیون سکرتر جنرال سید علي رضا آغا زاده بیا وايي:« د افغانستان فوټبال فډراسیون، کابو دوه نیم کاله مخکې د ښځينه فوټبال د منیجر په توګه وګماره، کله چې دوی لیرې کېدل ولې فډراسیون بدېږي؟»
اخوا د ګارډین ورځپانې په دې تړاو د خالدې پوپل له خولې لیکلي چې د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم په خپل کاري دفتر کې د خوب کټ لري چې د دې خونې ور یوازې د ګوتې په نښو سره پرانستل کېږي.