Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قانونیت او رفا ټاکنیزې ډلې هم د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړه

د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسراوي په درشل کې، ټاکنیزې ډلې یو په بل پسې په دغې جرګه کې له ګډونه تېرېږي.

د سولې له مشورتي لویې جرګې سره د شپږو ټاکنیزو ډلو له پریکون وروسته اوس د قانونیت او هوساینې (قانونیت او رفا) ټاکنیزې ډلې هم دا بهیر تحریم کړ.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شهاب حکیمي په دې اړه وویل:«هغه څه چې طرحه ده هغه د مېز پر سر راڅرګندېږي، څرګنده ده چې د دغه حکومت د دوام لپاره دی او ټاکنیز کمپیان دی؛ نو زموږ لپاره د منلو نه ده او زه په خپله ګډون نه کوم.»

له دې مخکې، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په ګډون شپږو نورو ډلو هم له دغې جرګې سره پرېکون کړی وو.

ټاکل شوې دغه جرګه، د غوايي میاشتې پر نهمه له ټول هېواده د کابو دوه زره تنو له حضور سره کابل کې جوړه شي. حکومت وايي چې د دغې جرګې د ترسراوي لګښت کابو پنځه مېلیون ډالره دي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۹۱ کوډ څخه به ورکړل شي.

دغه جرګه هغه مهال د دغو ټاکنیزو ډلو له لوري تحریم شوه چې په راتلونکې اوونۍ کې یې د جوړېدو لپاره تابیاوې نیول شوې دي.

د سیاسي او پوځي چارو شنوونکی اسدالله ولوالجي په دې اړه څرګندوي:«له دغه کاره ښه تجربه نه لرو، ښاغلي کرزي د خلکو د نظر ترلاسه کولو لپاره داسې جګره راوبلله، هغه کسان چې دغې جرګې ته راغلل د ښاغلي کرزي د تمې پر خلاف یې رایه ورکړه.»

خو د مشتورتې لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون د جرګې پر جوړېدو ټینګار کوي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون ویاند سید علي کاظمي په دې اړه وايي:«هیله لرو چې د دغې جرګې پایله د افغان حکومت او سیاسي بهیرونو لپاره یوه مثبته مشوره وي.»

ولسمشر د لویې جرګې په تړاو خپلې وینا کې ویلي وو چې ټاکل شوې ده په دې غونډه کې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د دولت سرې کرښې روښانه شي.

شریک یي کړئ