Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د قطر غونډې د لغوه کېدو په اړه بېلابېل غبرګونونه

د افغان حکومت، سیاستوالو او طالبانو غونډه چې ټاکل شوې وه نن (جمعه د وري په ۳۰ مه) په قطر کې ترسره شي، خو لغوه شوه.

ولسمشرۍ ماڼۍ، په یوې خبرپاڼه کې د هغه علت له هغه ۲۵۰ کسیزه نوملړ سره د طالبانو مخالفت بلل شوی چې د حکومت له خوا چمتو شوی و.

د دغې ناستې لغوه کېدل چې د هغې د ترسراوي لپاره اوونۍ اوونۍ چمتووالی نیول شوی و، له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‎زاد په خپل ټوېټر پاڼه د دوحې ناستې په ترسراوي کې ځنډ خواشینوونکی بولي او له ټولو خواوو غواړي، چې د بین الافغاني ناستې په اړه پر یوه ټول شموله نوملړ سره اجماع ته ورسېږي.

په ورته وخت کې، پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم چې ټاکل شوې وه د دغې ناستې یو له ګډون کوونکو څخه وي، وايي چې د افغانستان خلک به ډېر ژر په بین الافغاني ناستو کې د سولې راوستو لپاره استوار ګامونه پورته کړي.ټاکل شوې وه چې د دوحې له ناستې وروسته، د مۍ میاشتې په منځ کې په سمرقند کې د بین الافغاني ناستو لپاره بله ناسته جوړه شي.

بلخوا د طالبانو ځینې پخواني غړي د قطر غونډې د لغوه کېدو په اړه خواشیني ښيي او وايي چې د سولې فرصتونه باید په دې بڼه له لاسه ونه وځي.
د طالبانو د دورې د ملي اولمپيک کمېټې رییس مولوي عبدالشکور مطمین په دې اړه وویل:«له بده مرغه د قطر غونډه لغوه شوه؛ ځکه چې ځينې کړۍ نه غواړي سوله راشي.»

د سیاسي چارو شنوونکی نظرمحمد مطمین هم وویل:«که‎چېرې غوښتي یي وو، کولای شول؛ هر څه یې په واک کې وو، یوه الوتکه راغلې وای او ټول یې دوحې ته لېږدولي وای، خو دا د دې ښودنه کوي چې د سولې پلویان نه دي.»

ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ سیاستوال او د حکومت استازي د قطر په لور حرکت وکړي، خو د پنجشنبې پر شپه، حکومت په یوې خبرپاڼه کې د دوحې ناستې له لغوه کېدو خبر ورکړ.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي:«قطر ته د پلاوي ټول چمتووالی نیول شوی وو، خو تېره شپه د قطر له لوري نوی نوملړ راورسېد چې د افغانستان د خلکو د شمولیت اونډول په پام کې نه وو نیول شوی.» 

له دې سره جوخت د دوحې دفتر، د غونډې د ګډون کوونکو په اړه د یوې اجماع تر رامنځته کېدو د غونډې له ځنډېدو خبر ورکړ.

په ورته وخت کې ځينې سرچینې وايي چې ټاکل شوې چې د افغانستان په ۲۵۰ کسیز پلاوي کې تعدیل رامنځته شي او ۶۰ تنو ته راکم شي څو د سمرقند غونډه د دوحې له برخلیک سره مخامخ نه شي.

قولسمشرۍ ماڼۍ، په یوې خبرپاڼه کې د هغه علت له هغه ۲۵۰ کسیزه نوملړ سره د طالبانو مخالفت بلل شوی چې د حکومت له خوا چمتو شوی و.
راربود سیاستگران و نمایندهگان حکومت روز پنج‌شنبه به سوی قطر حرکت کنند، اما پسان‌های پنج‌شنبه شب، حکومت در خبرنامه‌یی از ملغا شدن نشست دوحه خبر داد.

شریک یي کړئ