Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قطر په غونډه کې به د ۱۰ مېرمنو په شمول ۱۵۰ تنه ګډون وکړي

د ملي یووالي حکومت اجراییه ریاست وايي چې ټاکل شوې ده د ورځې تر پایه به د قطر غونډې د ګډون کوونکو نوملړ‎ وروستۍ شي.

 د اجراییه ریاست د رسنیو دفتر وايي چې ټاکل شوې د ۱۰ ښځو په ګډون ۱۵۰ تنه په دغه نوملړ کې ځای پر ځای شي.

د اجراییه ریاست سلاکار حشمت رادفر په دې اړه څرګنده کړه:«ټاکل شوې ده چې نوملړ نن وروستۍ شي او واستول شي او له هغې ډلې هغه پلاوی چې د قطر په غونډه کې ګډون کوي، مشخص شي.»

د افغان سیاستوالو؛ افغان حکومت او طالبانو تر منځ د دوحې غونډه به، تر راتلوونکو څلورو ورځو جوړه شي.

یوه له اندېښنو دا ده، چې د دوحې په غونډه کې به د افغان حکومت او افغان سیاستوالو پلاوی به یو بل ته ورته نظرونه ونه لري چې مطلوبه پایله به ورنه کړي.

ولسمشرۍ ته نوماند احمد ولي مسعود په دې اړه څرګنده کړه:«کله چې ۲۰۰ تنه قطر ته ځي، دوی پر ځه خبرې کوي؟ هر څوک هر څه وغواړي خبرې پرې وکړي، په داسې حال کې چې مقابل لوری یو پلاوی او یو غږ لري.»

په داسې حال کې چې د قطر د غونډې د ګډون‎ کوونکو نوملړ لا نه دی خپور شوی؛ خو غوښتنې دا دي چې باید  دا پلاوی ټول شموله وي او وکړای شي د افغانانو غوښتنې په لازمه توګه منعکسې کړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي:«هغه پلاوی چې له افغانستانه ځي باید هم له حکومته او هم له سیاسي ګوندونو استازیتوب وکړای شي. او وکړای شي چې له طالبانو سره مذاکره د افغانستان د ستونزو د حل لپاره ترسره کړي.»

ټاکل شوې ده چې د دوحې غونډه د وري میاشتې له دېرشمې د غوايي میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې جوړه شي.

اخوا پر دې غونډې خبرې سرچینې وایي چې کېدای شي د دوحې په غونډه کې د طالبانو پنځه ویشت استازي ګډون وکړي.

 تر دې وړاندې طالبانو ویلي دي چې په دې غونډه کې هېڅوک د حکومت په استازیتوب ګډون نه کوي او د دې غونډې ګډون‎ کوونکي د مسکو د غونډې په څېر خپل شخصي نظرونه بیانوي.

ملي یووالي حکومت وایي چې په دې غونډې کې به د افغان سیاستوالو؛ ښځو او د حکومت د استازو په ګډون ۱۵۰ تنه ګډون وکړي. 

شریک یي کړئ