د ولسي جرګې ځينې غړي له حکومته غواړي چې د قیصاري د نیولو او همدارنګه د هغه د برخلیک د روښانه کولو په اړه ډېر توضیحات ورکړي.
اخوا ځینې وکیلان د قیصاري نیول کېدل د شمالي ولایتونو د نا امنه کېدو په موخه د ارګ پلان بولي.
د هېواد په شمال او شمال ختیځو لایتونو کې د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې د هېواد والو له اعتراضونو څو ورځې تېرېږي.
اخوا اوسمهال ولسي جرګه د دغه ولایت د پېښې د څرنګوالي په اړه پلاوی استوي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وویل:«هغه وسله چې ښاغلي قیصاري ته ورکړل شوې د همدغه حکومت له خوا وېشل شوې او د دې لپاره چې موږ دقیق پوه شو چې د ښاغلي قیصاري په پېښه کې څه شوي د تالار وړاندیز دی چې د ولسي جرګې له خوا یو پلاوی واستول شي.»
د ولسي جرګې یو شمېر غړي حکومت تورنوي چې د نظام الدین قیصاري نیول کېدل د هېواد په شمالي سیمو کې د ناامنیو د زیاتوالي په موخه یو پروګرام دی.
د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر وايي:« په ولسمشر غږ کوم چې په خپلو سیاستونو کې دې بدلون راولي موږ وویل چې ته دویم متفکر مغز یې خو تاسې په خپله هېواد تباه کړ.»
د ولسي جرګې بل غړی لالی حمیدزی زیاتوي:«هغه اعتراضونه چې د افغانستان په شمال کې جریان لري، قومي مسایلو ته لمن وهي افغانستان د وېش په لور بیايي.»
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی احمد بهزاد څرګندوي:«کهچېرې د قومندان قیصاري پر ساتونکي په تړلو لاسونو او پښو ډزې کېږي ولې هغه جنایت کار چې د جهادي مشر په منځګړيتوب او تضمین سره ازاد شوی نه تعقیبېږي.»
خو د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي د زورواکو په وړاندې د حکومت له دې مبارزې هرکلی کوي.
د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی وايي:«هر څوک چې زور وايي له هر قوم څخه چې وي او د هر ژبې چې وي هغه باید ونیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي او موږ له دې بهیره هرکلی کوو.»
د ولسي جرګې بل غړی عبیدالله بارکزی هم وویل:«له خلکو غواړو چې د قوم او ژبې په نامه له زورواکو څخه ملاتړ ونه کړي.»
نظام الدین قیصاري د ولسمشر د لومړي مرستیال له نېږدې کسانو دی چې د زورواکۍ او له قانون څخه د سرغړونې په تور د پوځيانو لخوا نیول شوی دی.