Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لاسوهنې له امله د ټاکنو کمېسیون د ولایتي چارواکو د ټاکلو ځنډېدل

د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د سیاسي لاسوهنو له امله تر ۱۰ په زیاتو ولایتونو کې د دغه کمېسیون د رییسانو ټاکل ځنډېدلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون څو میاشتې وړاندې د کابل، لوګر، وردک، بغلان، سرپل، جوزجان، فاریاب، هرات، کاپیسا، پنجشیر، زابل، نیمروز، خوست او کونړ ولایتونو د ټاکنیزو کمېسیونونو ریاستونه سیالۍ ته وړاندې کړي وو، خو د حکومت او ملي شورا د یو شمېر غړو د  سیاسي فشارونو له امله دغه بهیر ځنډېدلی دی.

اخوا د دغه کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي هم مني چې په اداره کې یې اصلاحاتي ستونزې شته.

اغلې بادغیسۍ په دې اړه څرګنده کړه:«داسې چارې ترسره کېږي چې د اصلاحاتو مسایل یې له پڅوالي سره مخامخ کړي دي.»

سرچینې وايي، د دغو ولایتونو ټول سرپرست رییسان له لسو کلونو راهیسې دندې په مخته وړي، په داسې حال کې چې د ټاکنو د قانون پر بنسټ د ټاکنو کمېسیون ولایتي رییس باید د اړوند ولایت اوسېدونکی نه وي، خو اوس‎مهال ډېری دغه سرپرستان هم د اړوندو ولایتونو اوسېدونکي دي.

له دې سره په ورته وخت کې پر ټاکنو ځينې څارونکي بنسټونه د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د ځينو سیاسي لاسوهنو په اړه اندېښمن دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده په دې اړه څرګنده کړه:«د اداري اصلاحاتو له خوا د کمېسیون د کارکوونکو ګمارل له بده مرغه یوه تېروتنه ده چې دا کار د حکومت له ادرسه د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د لاسوهنې زمینه برابره کړې ده. په ضمن کې، د ولایتونو په کچه د هغو کسانو لاسوهنه چې د حکومت په مشرۍ کې دي، او هڅه کوي چې د خپل د خوښې وکړ کسان د کمېسیون د چارواکو په توګه هلته وګماري.»

د مشرانو جرګې غړي فیصل سمیع هم وايي:«افغانستان ډېره اړتیا لري چې مشروع ټاکنې ترسره کړي ترڅو تېره غلط پوهاوی او بې حده لاسوهنه د ټاکنو په بحث کې منتفي شي او خلک باور وکړي چې ټاکنې د خلکو مال دی او خلک د خپل برخلیک د ټاکلو حق لري.»

ټاکنیز اصلاحات او د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د اصلاحاتو راوستل پر ټاکنو د خلکو د باور تر ټولو ښه بدیل بلل کېږي، خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، لاهم په دغه کمېسیون کې سیاسي کړۍ نفوذ لري او هڅې کوي چې خپل کسان د دې کمېسیون په لوړو څوکیو وګماري.

شریک یي کړئ