د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ، چې غزني ښار په اتلس کیلومټرۍ کې پرته ده، کابو لس میاشتې د طالبانو په لاس کې وه، خو پنځلس ورځې مخکې امنیتي ځواکونو دا ولسوالي بېرته ولکه کړه.
اوس د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د لوړ امنیتي ګواښ له امله اندېښمن دي او وايي چې د دغو ګواښونو د لهمنځه وړلو لپاره اړتیا ده څو په ناامنیو سیمو کې پراخ عملیات ترسره شي.
د خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالعلي وايي:«ډېری هغه څه چې دلته وو، طالبانو هغه له ځان سره یوړل.»
د خواجه عمري ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ودانۍ ډېری برخې له طالبانو سره په نښته کې ویجاړې شوې دي.
ځينې امنیتي ځواکونه چې په تازه ګۍ سره دغې ودانۍ ته تللي وايي چې طالبانو د امنیه قومندانۍ ودانۍ د ماین له چاودنې سره ویجاړه کړې ده.
د غزني امینه قومندان محمد خالد وردګ وویل:«کله چې دلته راغلو، دا ځای په ماینونو الوزول شوی و.»
په دغې ولسوالۍ د طالبانو په برید کې، ډېری کورنۍ له دغې سیمې وتښتېدې.
د خواجه عمري اوسېدونکې وحیده بهار وايي د طالبانو لخوا د دغې ولسوالۍ له پرځېدو وروسته، له خپلې کورنۍ سره غزني ښار ته ولاړل خو دې په خپله دلته تګ راتګ کاوه.
هغه زیاتوي:«کله چې کلینیک ته تللې باید له یوه محرم مو له ځان سره بیولی.»
د دغه ولایت ځايي چارواکي وايي چې تراوسه ګواښونه په بشپړه توګه لیرې شوي نه دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمې لوا قومندان عبدالمبین محبتي څرګنده کړه:«هغه ګواښونه چې شتون لري له کرز او د میدان وردګو جغتو ولسوالۍ دي.»
د غزني والي وحیدالله کلیمزي هم وویل:«د ښوونځیو په برخه کې ستونزه رامنځته شوې وه په ځانګړې توګه د خویندو لپاره.»
امنیتي ځواکونه له شلو په کمو ورځو کې توانېدلي چې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ ترڅنګ د دغه ولایت ده یک ولسوالۍ هم له طالبانو بېرته ونیسي.