Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوړو زده کړو د وزیر ساتونکو د پوهنتون یو استاد وهل او ټکولی

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد محمود مرهون ادعا لري چې د لوړو زده کړو د وزیر نجیب الله خواجه عمري ساتونکو وهل ټکولی دی.

هغه وايي چې دا پېښه د لوړو زده کړو وزیر په حضور کې هغه مهال شوې کله چې وزیر له پوهنتونه بهر کېده.

استاد محمود مرهون په دې اړه وویل:«یو برېتور کس چې عینکې یې هم په سترګو وې له شانه راغی او زه یې په موټر کې ووهلم او د امر په څېر یې ماته وویل چې په موټر کې دې کېښنه، زما موټر د هغه په موټر ولګېد او په همدې شېبه یې زه په خوله په سوک ووهلم، او خوله مې وینې شوه، اخوا مې ولیدل چې دننه په موټر کې د لوړو زده کړو وزیر هم ناست دی.»

د پوهنتون دغه استاد اوس د حیثیت اعاده غواړي او له حکومته غواړي چې د زور ویلو مخه دې ونیسي.

ښاغلي مرهون زیاته کړه:«هر هغه کس چې په افغانستان کې ژوند کوي، باید په امن کې وي او درناوی یې وشي او هېڅوک باید ورته بې احترامي او سپکاوی ونه کړي. زه د هېچا په پرتله غوروالی (برتري) نه لرم، خو دا زما حق دی، د هغه ظلم په وړاندې چې زما په حق کې شوی ودرېږم.»

که‎څه هم د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شو، خو د څار کمېټه، کابل پوهنتون کې د دغې موضوع د څار په اړه په یوې اعلامیه کې د ښاغلي عمري د ساتونکي امید ګلستاني هغه کس چې د دغې پېښې عامل بلل کېږي له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه شوې ده.

بلخوا د کابل پوهنتون ځينې استادان د لوړو زده کړو وزارت د ساتونکو دا کار غندي.

د کابل پوهنتون استاد محمود اواب په دې اړه وویل:«د کابل پوهنتون ډېری استادان په ټول کې د افغانستان ټول استادان له ښاغلي وزیر نه ښه خاطره نه لري.»
د کابل پوهنتون زده کړیال جمال ذکي وايي:«یوه استاد ته بې احترامي هر ډول چې وي هېڅ کله د توجیه وړ نه ده.»

له دې مخکې هم ځینو حکومتي چارواکي له دولتي واکونو او امکانانو په استفادې په زور ویلو او هېوادوالو ته په سپکاوي تورن شوي دي.

د پوهنتون استاد محمود مرهون د ساتونکو له خوا وهل ټکول شوی، خو هغه اوس د حیثیت اعاده غواړي او له حکومته غواړي چې د زور ویلو مخه دې ونیسي.

شریک یي کړئ