Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ په افغانستان کې خپل ټول دفترونه وتړل

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق په خیریه دفتر له برید وروسته دغه بنسټ په افغانستان کې خپلې ټولې پروژې ځنډولې دي او په هېواد کې د خپلو ټولو دفترونو له تړل کېدو خبر ورکوي.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه چې نن چهارشنبې مازدیګر خپره شوې راغلي دي:«د ماشومانو د ژغورنې بنسټ د دې پخلی کوي چې په جلال اباد کې د دغه بنسټ پر دفتر برید تراوسه هم دوام لري. زموږ اصلي اندېښنه زموږ د کارکوونکو د ځان امنیت دی.»

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي:«د دې په ځواب کې، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې زموږ پروګرامونه د لنډمهال لپاره ځنډول شوي او زموږ دفترونه هم تړل شوي دي.»

دغه بنسټ وايي چې په افغانستان کې د هغوی بشرپاله کار د څه باندې ۴ مېلیونه ماشومانو لپاره دی.

دغه بنسټ په خبرپاڼه کې لیکي:«همدا چې ډاډمن شو زموږ امنیت تأمین دی، موږ ژر تر ژره د خپلو فعالیتونو د بېرته پیل لپاره ژمن یوو.»

په ننګرهار کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق پر دفتر برید نن چهارشنبې پیل شو او تراوسه دوام لري.

امنیتي چارواکي وايي چې د نن چهارشنبې تر ماښامه د دغه بنسټ د ۱۲ ښځو په ګډون کابو ۵۰ تنه کارکوونکي ژغورل شوي دي. خو د دغه بنسټ د ۲۰ تنو نورو کارکوونکو برخلیک تراوسه مالوم نه دی.

د دغه برید مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی.

دغه بنسټ وايي چې په افغانستان کې د هغوی بشرپاله کار د څه باندې ۴ مېلیونه ماشومانو لپاره دی. اخوا امنیتي چارواکي وايي چې د دغه بنسټ د ۱۲ ښځو په ګډون کابو ۵۰ تنه کارکوونکي ژغورل شوي دي.

شریک یي کړئ